غزل

 
غزل
-----------
بيا مې در بولې ها کوڅې له ، څه له
چې نه ئې بوئ شته،نه ها ګل،په خپله
ما هم ناصحه!ورته ډېر،ډېر وېئل
خو زړۀ بيا کله ،د بل چا منله
هلته چې ښار د رڼا ګانو ښکاري
بېلتانۀ هلته ،زما لار څارله
پړۍ د دار وو يا لمبې وې د اور
مينه په تله ، داسې چا تلله!؟
چا ئي په لار کښې بيا اغزي شيندلي
که ئې يادونو کړله لار بدله
ورشه ريباه!ترې پوښتنه وکړه
کلي زمونږ ته ،به راځې هم ،کله؟
پېښور           ٤/٠١/٢٠١١               م٠ق٠ مين