عاشوراء ورځې د روژې نيولو مرتبې 

إمام ابن القيم رحمه الله په خپل کتاب زاد المعاد کې وايي: 
عاشوراء د ورځې روژه نيول درې مرتبې لري: 
بشپړه يې يوه ورځ ترې مخکى او يوه ورځ ترې وروسته روژه نيول.
د تاسوعاء او عاشوراء روژه نيول، چې په اړه يې ډېر حديثونه راغلي دي.
يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول.

نو پدې ترتيب عاشوراء ورځې د روژې نيولو مرتبې په لاندې ډول دي:
لومړۍمرتبه: د نهمې، لسمې او يوولسمې ورځې روژه نيول.

د څو وجو له امله دا مرتبه تر ټولو غوره او بشپړه ده:
(1) په ځينې روايتونو کې راغلي دي: «صوموا يومًا قبله ويومًا بعده».
ژباړه:(له عاشوراء) يوه ورځ مخکې او يوه ورځ وروسته ترې روژه ونيسئ.

(2) څوک چې د دري واړو ورځو روژه ونيسى، نو ده به د محرم په مياشت کې څو وروځې روژې نيولي وي، او د رمضان له مياشتې وروسته د محرم په مياشت کې روژه نيول غوره دي.

(3) د دري واړو ورځو په روژې نيولو کې نفس ته اطمنان او عاشوراء ورځې د روژې راګيرولو پوره تاکيد دي، ځکه کله د مياشت په پيل کې د مياشت په ليدلو کې د پوره کوشش نه کولو له امله د محرم مياشت په ښکاروالى او حساب کې اختلاف رامينځته کېږي.
#دويمه_مرتبه: عاشوراء سره د تاسوعاء روژه نيول.
ځکه نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: «لئن بقيت إلى قابل لأصومن التاسع».
ژباړه: کچېرې ﺯه تر راتلونکي کال پاتې شوم نو د نهمې ورځې روژه به نيسم.
يعنى يهودو سره دروژې په نيولو کې د مخالفت کولو له امله عاشوراء سره  به د نهمې ورځې روژه هم نيسم.

 ابن عباس رضي الله عنهما به هم داسې کول او ويل به يې:
(محرم مياشې) د نهمې او لسمې روژه ونيسئ او د يهودو سره مخالفت وکړئ.
#دريمه_مرتبه: يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول.
ځکه د دې په فضيلت کې عام حديثونو راغلي دي، رسول الله هم د دې ورځ روژه نيولى ده او نورو ته يې د نيولو امر کړى دى.

لکن ځينې علماوو يهودو سره د موافقت له امله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  يې مونږ ته د مخالفت امر کړي، يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول مکروه ګرځولي دي.