په افغانستان کې دايران ستراتیژي

 
( ايران په افغانستان کې دبیا رغونې او ورانونې دواړه چارې ترسره کوي دا هېواد غواړي ،چې په هره چاره کې ځانته دپښې منډلو ځای ومومي او هوډ ېې دادی ،چې په هره لار وي باید په کابل کې خپل شتون باوري کړي ) دا په واشنګټن کې دپخواني سفیر سید طیب جواد څرګندونې دي او په افغانستان کې دايران ستراتیژي ښه انځورولې شي .
تهران پردې بریالې شوې دی ،چې په 1979 ز کې د خومیني له کودتا راوروسته په افغانستان کې د پیاوړي لوبغاړي په توګه خپل رول ولوبوي پردې سربېره دپخواني شوروي اتحاد له ماتې او له افغانستانه له وتلو وروسته ېې خپل رول څو چنده نور هم زیات کړ او د پخوانیو تنظیمي جګړو پر مهال ېې رول او پریکړې لا پسې جوتې او بربنډې شوې ، خو په 1996 ز کې د طالبانو له راتګ سره ېې رول یو څه پیکه شو خو له شمالي ټلوالې او هزاره ګانو سره ېې د مرستو لړۍ روانه وه .
په 2001 ز کې ، چې دطالبانو واکمني دامریکايي بمباریو په پایله کې ړنګه شوه نغده ګټه ېې ایران ته ورسیده دا ځل دکړکۍ او دروازې څخه افغانستان ته راننوت او دخپل اغیز او نفوذ لپاره ټولې وسیلې وکارولې اوس داسې پړاو ته ورسید ،چې دافغانستان دګاندې په اړه دایران دريځ له پامه نشي غورځيدای . ایران په افغانستان کې کومې موخې لري ؟ څرنګه دا موخې تر لاسه کوي ؟ دا هغه پوښتنې دي ،چې لاندې کرښې به ېې تر یوه بریده ځواب ووايي .
افغانستان او ايران ... جغرافیه او تاریخ :
په ګرده سیمه کې دایران دموخو او ګټو په برخه کې جغرافیه ډېر پیچلې رول لوبوي دا جغرافیه ده ،چې له ایراني نظام سره دومره مرسته کوي ،چې په یو شمېر مهمو دوسییو کې د نظر او دریځ څښتن شي په بله مانا ېې اغیز او رول ډیریږي او دسیمې په کچه ېې رول ارزښت تر لاسه کوي ، خو له بل پلوه همدا ایرانۍ جغرافیه ده ،چې دا نظام له یو شمېر ستونزو سره مخامخوي .
که چیرې داسې وانګیرو ، چې په ایران کې پاړسي توکمپالنې دهر څه په شارګ منګول ښخه کړې ده نو بشري وېش بیا دا څرګندوي ، چې پاړسي توکمه دایران په منځ کې پراته دي او نور توکمونه او ديني لږه کي دایران په څنډه او پولو ته څېرمه مېشت شوې دي . پردې سربېره ایران له داسې هېوادو افغانستان ، پاکستان او عراق سره پولې لري ،چې کوردننه له داسې ستونزو سره مخ دی ، چې یو بل اغیزمنولای شي او په ګرده سیمه خپل سیورې غوړولې شي .
په دغه ډول شرایطو کې سړی نشي کولای ،چې په دومره اسانۍ دې دایران ملي ګټې تعریف کړي ایا دا ګټې به له دې سره اړخ ولګوي ،چې دا هېوادونه دې همداسې کاواکه او بیا دې سره وپاشل شي ؟ او که دا ترینګلتیا به ایران ته هم ولیږدول شي ؟ او که دا به دتهران په ګټه وي ،چې په دې هېواد کې ټیکاو رامنځته شي او واکمن نظامونه لاپسې پیاوړي شي ؟
د سپټمبر له یولسم په 2001 ز دافغانستان او په 2003 ز کې دعراق له نیواک ( استعمار ) راوروسته د سیاسي جغرافیې انډول له منځه ولاړ اوایران ېې له برکته په ګرده سیمه کې داغیز او خبرې څښتن هېواد شو او سیمې ته نړیوال زبر ځواک پښې را اوږدې کړې او دایران په ختیځ او لویدیځ کې ېې دوه سني نظامونه ړنګ کړل ددې ترڅنګ ېې په دې دوو هېوادونو کې بهرنۍ تګلار تر یو څه بریده په خپل لاس کې ونیوله ، دا هغه څه و ،چې ایران ېې له ډېره پخوا هیله درلوده او دچا خبره په اوبو کې ورته خوله و له دې نوي وضعیت سره ایران لږ تر لږه په ختیځ او لویدیځ کې له دیني اونژادي ستونزو یو څه بېغمه شو او دا زمینه ېې تر ګوتو کړه ، چې دې دواړو هېوادو ته څرنګه ورشي او څرنګه ترې راووځي .
دایران له سترګو دافغانستان جغرافیه :
افغانستان دايران ختیځ ته پروت دی او ګډپوله ېې نږدې 978 کیلو متره ده ، افغانستان دایران له لارې سمندر ته لار لري او منځنۍ اسیا او چین ته که چیرې ځي نو له افغانستانه به تیریږي . دافغانستان دنفوسو شمېر نږدې 30 میلونه دی او مشهور قوم ېې پښتانه دي ،چې 62% او پاتې نور ېې تاجک ، هزاره ، ازبک ، ترکمن او ... جوړوي . دافغانستان ډیری استوګن حنفی سني مسلمانان دي او 5% شیعه جوړوي چې ډيری هزاره دي او څه اسماعیلیان هم لري دافغانستان ملي او رسمي ژبه پښتو ده ،چې ددې ترڅنګ ېې دری هم رسمي ده او دهېواد ډیری تاجکان پرې خبرې کوي .
دایران په ستراتیژیکه تګلار کې دافغانستان جيوپولیتیک موقعیت له دوو خواوو څیړل کیږي :
لومړی : ایرانیان اوس د ( ستراتیژیک عمق ) نظریه پلې کوي له همدې ځایه ده ،چې تهران افغانستان او عراق ته دخپل ستراتیژیک عمق په سترګه ګوري دا نظریه له لومړې نړېوالې جګړې راوروسته په المان کې نازیانو رامنځته او ځلولې ده په لنډه توګه دا نظریه وايي : ( هر ملت دا حق لري ،چې هره هغه جغرافیه تر ګوتو کړي ،چې ددوی دودې لپاره اړینه وي ) دا نظریه نورو ملتونو ته په سپګه کتل او ځان پرې لوړ ګڼل دي اودا کټ مټ له ایراني کلتور سره اړخ لګوي ،چې تل ېې نورو ته په سپکه کتلې دي ، په ځانګړې توګه سني ملتونو ته ، دايران ګرد چاپیره هېوادونه یا په بله مانا دتهران ستراتیژیک عمق سني هغه جوړوي .
دويم : پر افغانستان اوعراق د امریکا له یرغل وروسته دا دواړه هېوادونه پر ناامنه او سستو سیمو واوښتې او په دواړو هېوادو کې د واک انډول په بېساری توګه کاواکه شو اوس نړیوال او سیمه ییز ځواکونه کولای شي په ډیره اسانۍ خپل حسابونه همدلته پاک کړي په افغانستان او عراق کې دا ډول یو غوبل د ایران له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي ځکه خو تهران ځان اړباسي ،چې په دواړو هېوادو کې لاسوهنه وکړي او خپلې ګټې خوندي کاندي . پردې سربېره دافغانستان او عراق په نیواک ( استعمار ) کې دایران رول دلمر په څیر روښانه دی په دواړو هېوادو کې د کړکیچن وضعیت مسوولیت د تهران پر غاړه ده .
ايران توانېدلې ، چې دخپل جیوپولیتيک موقعیت نور هم فعال کړي او له برکته ېې داسې سیمه ییز لوبغاړی شي ، چې دسیمې په یو شمېر ستونزو او کشالو کې یې نظر له پامه نشي غورځیدای ،چې مشهوره ېې دافغانستان ستونزه ده .
دايران رول له هماغه پیله جوت و تهران په پرلپسې توګه نړیواله ټولنه هڅوله ،چې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت پر ضد راپورته شي وروسته بیا خبره تردې بریده ورسیده ،چې دامریکا دبرید او یرغل پر مهال ېې امریکايي ځواکونو ته استخباراتي معلومات ورکول او له امریکايي نیواک ( استعمار ) سره ېې سیاسي او اقتصادي مرسته هم کوله . ځیني راپورونه دا هم کاږي ،چې ایراني کارپوهانو په مستقیمه توګه د طالبانو پر ضد په جګړه له امریکايانو سره دجګړې نخچې برابرولې او دطالبانو سنګرونه ېې ورته دشمال ټلوالې دمعلوماتو پر وسیله په نښه کول .
د طالبانو دحکومت له ړنګیدو وروسته ېې د ( بن ) په کنفرانس کې ونډه واخسته ورپسې يې په کابل کې د لنډمهاله حکومت په جوړونه کې پراخه مرسته وکړه پردې سربېره ېې په افغانستان کې دبیارغونې په موخه د500 ملیونو ډالرو دبسپنې ژمنه هم وکړه . ایران د افغانستان اړونده څو دوسیو کې پراخه واک لري او دکابل حکومت ېې نظر له پامه نشي غورځولې لکه د مخدره موادو ، ګډوالو ، سوداګریزه راکړه ورکړه ، دشیعه لږه کیو ملاتړ او پرمختیا ، له یو شمېر وسله والو ډلو سره نظامي مرسته او له ترهګرې سره جګړه دا هغه دوسیې دي ،چې ایران په اړه دهرې پریکړې واک لري .
په متحده ایالاتو کې دافغانستان دستونزې په اړه ، چې دریځ بدلیږي دایران رول هم ورسره زیاتیږي دبېلګې په توګه ملګرو ملتونو ، ناټو او اروپايي ټولنې غوښتل ،چې دافغانستان ستونزه یوه نړیواله هغه په ګوته کړي او دا د ( جمهوري غوښتونکو ) نظر هم و کله ،چې باراک اوباما واک ته ورسید بیا ( ډیموکراتانو ) و غوښتل ،چې دافغانستان ستونزه سیمه ییزه هغه وګرځوي او دسیمې هېوادو ته ېې په حل کې ډېر واک ورکړي له همدې کبله ېې په 2009 ز کې په هاګ دافغانستان دوضعیت د څیړنې په موخه یو کنفرانس راوغوښت او ایران ته ېې هم دګډون بلنه ورکړه . 
د افغانستان لپاره دایران په ستراتیژۍ کې دتاریخ رول :
دافغانستان او ایران په خپلمنځي اړیکو کې تاریخي شالید له پامه نشي غورځیدای . افغانستان دتاریخ په اوږدو داوس په څیر کاواکه هېواد نه و په ایران کې ګردو رامنځته شوو حکومتونو ته ېې زور او څرنګوالې معلوم و او له افغانستان سره ېې دسیال چلند کاوه که یو شمېر هغه تاریخي پېښې دلته یادې کړو ،چې پر اوسني وضعیت ېې خپل اغیز پرېښې دی نو لوستونکی سره به مو مرسته کړې وي .
1 - صفویانو داتلسمې میلادي پیړۍ په پیل کې دکندهار په ګډون دافغانستان یوشمېر سیمې ونیولې او خلکو ته ېې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې هماغه و ، چې افغانانو صفوي پاچا حسین ته یو پلاوی واستوه او دسرتېرو له بد سلوک ېې ورته شکایت وکړ ، د ځینو سرچینو او روایاتو له مخې پاچا ورته مخ راواړوه : ( موږ ،چې تاسې سپکوو الله موږ ته اجر راکوي ) پلاوی بېرته مات زړه راوګرځید او افغانان په 1709 ز او بیا په 1716 ز کې ېې دصفویانو پر ضد راپورته شول او صفوي لښکر ېې له خپل هېواده وشړه او صفوي پاچا ېې اړ کړ ،چې افغان غازیانو ته تسلیم شي او حکومت ېې ړنګ کړ .
2 - په 1729 ز کې دقاچارو شیعه مشر نادرشاه دافغانانو پر ضد جګړه پیل کړه او غوښتل ېې ،چې له ایرانه ېې وشړي بیا ورپسې افغانستان ته راغی او په 1736 ېې کندهار ترې ونیوه او نږدې یو کال ېې محاصره کړې و .
3 - په 1747 ز کې احمدشاه ابدالي وتوانیده ،چې له ایرانیانو کندهار بېرته ونیسي او له 25 کلنۍ اوږدې جګړې راوروسته ېې ګرد افغانستان ازاد کړ .
4 - په 1837 ز کې ایرانیانو دروسانو په ملاتړ دافغانستان پر هرات یرغل وکړ ، خو دوست محمد خان له څو کلونو وروسته بیرته ونیوه .
دا ډول تاریخي پېښې ددې ښکاروندۍ ده ،چې دافغانستان دسنیانو او ایران دشیعه ګانو ترمنځ کړکیچ او ستونزې پخوانۍ رېښې لري او دایرانیانو دا هیلې ورڅخه له ورایه جوتیږي ،چې تهران دې جګړې ځپلي هېواد ته سترګې پټې کړې دي . افغانستان تل له پردیو همدې پښتنو قبایلو ژغورلې دی ځکه خو دسیمې هېوادونه ورنه دخپل کسات اخستلو هڅه کوي . اوس هم له تېر ( ماضي ) څخه دومره توپیر نه لري اوسمهال دافغانستان په سویل کې دسني پښتنو او ایران ترمنځ ښه توده جګړه روانه ده ،چې شیعه ګان بیا دامریکايي نیواک تر ( چتر ) لاندې پټ دي .
دپاملرنې وړ خو داده ،چې پر افغانستان دامریکا یرغل دایران په ګټه تمام شو که څه هم ایران په څرګنده له افغانستان څخه دبهرنیو سرتېرو د وتلو خبره کوي ، خو دا هم څرګنده ده،چې په سیمه کې دشیعه ګانو له دښمنانو سره دامریکا دښمني هم له چا پټه نه ده د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه اوس دامریکايي بریدونو ښکار دي دځینو شنونکو له انده دا دپښتونوژنې پروسه ده . امریکايي چارواکي وخت ناوخت داسې څرګندونې کوي ،چې له کرښې وراخو ځینې کړۍ له طالبانو سره دوسلې او پېسو مرسته کوي او کله خو دا نیوکه دومره شي او غوښتنه کوي ،چې دپاکستان پوځ او څارګره اداره باید له هغو کسانو او مامورینو پاکه شي ،چې له طالبانو سره مرسته کوي او خواخوږي ورسره لري . افغانستان او پاکستان ته دولسمشر باراک اوباما ځانګړې استازی ریچارډ هولبروک وايي : له CIA سره داسې لاسوندونه شته ،چې ISI له پښتنو طالبانو سره مرسته کوي . لوی درستیز مایک مولن د پاکستان او طالبانو ترمنځ داړیکو په اړه وايي : داسې نښې نښانې شته ،چې زموږ اټکلونه کره کوي دا ډول اړېکې باید بدلون ومومي .
پر پاکستاني پوځ دامریکا دومره فشار ددې مانا ورکوي ،چې واشنګټن غواړي له دې پوځه هغه کسان وشړي ،چې دیني شالید لري او امریکا پردې ښه پوهیږي چې ایران په سیمه کې دشیعه مذهب دخپراوي منظم پلان لري ان تردې ،چې په افغانستان کې دناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال ډیويډ پټریوس وايي : په افغانستان کې له ایران سره زموږ ځینې ګټې شریکې دي په ایران کې شیعه واکمن دي او دوی نه غواړي چې افغانستان کې سنیان واک ته ورسیږي تهران نه غواړي ،چې افغانستان یو ځل بیا د بنسټپالو سنیانو لاس ته ولویږي .
په افغانستان کې دایران ستراتیژي :
موخې :
دایران بهرنۍ تګلار دخپل کار په چوکاټ کې دشیعه ، ایران پالنۍ او دودونۍ لپاره کومه ځانګړې ترمینالوژي نه لري ، خو هر څه ،چې کوي موخه ېې همدا وي ، خو ځنې نور داسې څه شته ،چې ایران پالنه او شیعه پالنه په کې راونغاړي تهران دا دوه موخې له خپل ملي امنیت ، اقتصاد ، بهرنۍ تګلار پورې تړي او په همدې چوکاټ کې ورته لګیا دې کا رکوي .
1- په افغانستان کې دایران دګټو خوندي کول ځکه افغانستان منځنۍ اسیا ته د نفوذ وړ ځمکه ده او لنډې لارې ورته لري . دایران تر ټولو لویه موخه داده ،چې په افغانستان کې دسني مرکزي حکومت د رامنځته کېدو مخه ډپ کړي ځکه دا په ګانده دایران لپاره ستونزې راپنځولې شي او طالبان دایرانیانو لپاره داندېښنې وړ یو خوځښت دی ځکه دا بیا مذهبي تمایلات لري او پردې سربېره ډیری طالبان پښتانه دي او له دې وړاندې ېې دپنځو کلونو لپاره په ګرد افغانستان کې خپله واکمني درلوده ،چې له ایران سره ېې اړېکې ښې نه وې .
کله ،چې په 1996 ز کې طالبانو په مزار شریف کې دایران یو شمېر ډيپلوماتان د څارګرۍ په تور ووژل نو سپاه پاسدارانو سمدلاسه دافغانستان پولې ته نږدې دوه لکه سرتیري ورمارش کړل
په افغانستان کې دطالبانو دحکومت او واکمنۍ د ړنګولو موضوع د ایران په لومړیتوبونو کې راځي او له همدې ځایه له امریکا سره دایران دمرستې کچه څرګندېدلای شي او دا خبره د هاشمي رفسنجاني په خطبه کې څومره ځلیږي نوموړی پردې ویاړ کوي ،چې موږ د طالبانو پر ضد له امریکایانو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده ( ایراني ځواکونه له طالبانو سره وجنګیدل او د دوی په ځپنه کې ېې ونډه درلوده که له امریکایانو سره زموږ مرسته نه وه اوس به ډیری امریکایان په افغاني ډنډ کې له پښو نیولې تر سره ډوب شوې وای ، امریکا ته په کار ده ،چې پردې خپل سر خلاص کړي که چیرې زموږ مرسته ورسره نه وای نو د طالبانو ځپنه دومره اسانه خبره نه وه ) .
پردې سربېره د ډاکتر عبدالله النفیسي له انده افغانستان دایران په ملي ګټو کې د کونج دډبرې ارزښت لري که تهران چیرې له خپل ختیځه مخ واړوي او شمال لویدیځ ته مخه کړي دا مهال به ېې یو شمېر عربي هېوادونه پرېښي وي ځکه اوسمهال یو شمېر ایراني سیاستوال او ستراتیژیک پوهان پردې باور دي ،چې ایران همدا تګلار راخپله کړې ده او سوکه سوکه دې اوښتون ته ورنږدې کیږي او لامل ېې دادی ،چې ایران په دې شمال لویدیځ کې یو څه محبوبیت لري او له هغو هېوادونو سره ،چې ګډه پوله ورسره لري یو ډول مخ پر وده ګټې هم ورسره لري .
له افغانستان سره دایران سوداګریزي اړیکې یوه بله ځانګړنه هم لري افغانستان پر ایراني تولیداتو ډېره ډډه لګوي او دا څو لاملونه لري : کلتوري او جغرافیوي نږدېوالې په 2001 ز کې دافغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې 10 میلونه ډالره وه ،چې په 2006 ز کې نیم ملیارد هغو ته پورته شوه او په 2008 ز کې یو ملیارد ډالر ته ورسیده . بله خبره ،چې دایران اندېښنه ېې راپورته کړې ده هغه له افغانستانه ایران ته دمخدره موادو دقاچاق ستونزه ده افغانستان ،چې دکال 2500 ټنه مخدره مواد تولیدوي نږدې درېیمه برخه ېې نورې نړۍ ته دایران له لارې ځي . په ملګرو ملتونو کې له مخدره موادو سره دمبارزې مسوول انتونیا کوستا وايي : ایران اوس هم دهغو هېوادو په سر کې راځي ،چې هېوادوال ېې ورځ تربلې زیات پر مخدره موادو روږدي کیږي او ددې ترڅنګ افغانستان هغه هېواد دی ،چې اوس ېې هم دافیونو په تولید کې لومړی مقام ګټلې دی او سږ ېې هم 8200 ټنه افیون تولید کړې دي .
2 – ایران دا نه غواړي ،چې پر کوچنیو هېوادونو ووېشل شي اویا دسیمې نخچه داسې له سره وکاږل شي ، چې نوي هېوادونه لکه پښتونستان ، بلوچستان رامنځته شي دا چاره دایران پیچلې جوړښت له ګواښ سره مخامخوي . اوس پوښتنه داده ،چې ایا ایران دا غواړي ،چې افغانستان دیوه هېواد په څیر له منځه ولاړ شي ؟ دایران له انده افغانستان په څو برخو کټ مټ عراق ته ورته دی لکه له ایران سره ګاونډیتوب ، نژادي او مذهبي ویش ، امریکايي نیواک ، دویش او له منځه تللو شونتیا ، له بهره دمرستو او ملاتړ تر لاسه کول .
دایران لپاره دایډیال حالت دادی ،چې روان وضعیت همداسې وساتي په بله مانا د افغانستان بهرنۍ کاواکه اډانه او په کور دننه داخلي ویش او ترینګلتیا ځکه دا ډول یو حالت ،چې د ویش او ړنګیدو ترمنځ وي ایران ته دا زمینه برابروي ،چې لاسوهنه وکړي او په افغانستان کې دپریکړو او اغیزمنو کړیو ته ورنږدې شي او پردې سربېره به دا واک هم ولري ،چې په خپله خوښه ووځي او راننوځي .
دسیمې دنخچې بیا انځورونه اوس دراز خبره نه ده ، بلکې وخت ناوخت نوې نخچې او اټکلونه دژبو پر سر ګرځي په دې اړه وروستې نخچه د( ځواک ) په نوم دپنتاګون مجلې ، چې په 2006 ز خپره شوې ده چاپ کړې وه او دا نخچه دخپل ډول مشهوره هغه ده ،چې په منځني ختیځ کې ېې دنوو هېوادونو دپنځيدو اټکل کړې و دبېلګې په توګه ازاد بلوچستان ،چې دپاکستان ، افغانستان او ایران له ځینو سیمو به جوړیږي بل ازاد کردستان ، چې دا به د کردانو ځانته هېواد وي د ایران ، ترکیې ، سورېې او عراق به ځینې برخې جلا کیږي او د ازاد کردستان نوم به پرې کېښودل کیږي .
دنخچو د بیا انځورولو وړاندیز له دې کبله رامنځته شوې دی ،چې دهېوادونو تر منځ برید پولې پوره نه دي او په دې هېوادونو کې سیاسي جوړښت ،چې له مختلفو نژادونو ، ډلو رغیدلې دی ناسم دی او ستونزې پېښوي غوره داده ،چې دا تېروتنې دنژاد او سوچه ډلې پر بنسټ سمې شي او هر نژاد ځانته جلا هېواد ولري .
دې وړاندیز پر پلې کیدو به ایران ډېر تاوان وګالي ځکه ،چې دا به څو برخې شي پر بلوچانو ، کردانو ، شیعه عربانو او اذریانو به وویشل شي دا مهال به ایران دا رښته ( حق ) ولري ،چې دافغانستان دهرات ولایت څه برخه تر لاسه کړي ، ځکه خو ایران اوسمهال د ویش بر عکس په دې سیمو کې له مختلفو لارو چارو ګټه اخلي ،چې ځانته د پښې اېښودولو ځای ومومي او له نیواک ( استعمار ) ځان ژغوري ځکه ،چې پایله ېې خوندي نه ده .
له بل پلوه واشنګټن په سیمه کې له هغو خوځښتونو ملاتړ کوي ،چې دبېل غوښتنې لېوالتیا لري او دهغو ډلو کوربه توب هم پر غاړه اخلي ، چې دنوي هېواد غوښتنه کوي دبېلګې په توګه څو اونۍ وړاندې بلوچ بیل غوښتونکو په واشنګټن کې نړیوال کنفرانس درلود او په څرګنده ېې دا غوښتنه کوله ،چې نور باید موږ دپاکستاني او ایراني نیواک ( استعمار ) څخه وژغورل شو او غوښتنه ېې داوه ،چې بلوچ باید دملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو څه وخت لپاره لنډمهاله حکومت ولري دې کنفرانس ته یو شمېر پخواني امریکايي چارواکي او سیاستوال هم راغلې وو .
3 - په افغانستان کې د ټولو مطرحو اړخونو تر منځ د انډول رامنځته کول ،چې یو پر بل برلاسی نه وي په دې کې نیواکګر ځواکونه ، مرکزي حکومت ، طالبان ، پښتانه او شمال ټلواله راشاملیږي . اوس به هغه کومه لار وي ،چې افغانستان دایران له ګټو سره سم تهران ته دمنلو وړ وي دا به ( نه سیخ سوې نه کباب ) حالت وي دلته نو بیا دا اړینه ده ،چې په افغانستان کې ښکېلې اغیزمنې ډلې د انډول تر کچې حالت کې پاتې شي او یوه پر بلې هغې کوم زور او لاسبري ونه لري او نه دا وړتیا ولري ،چې خپله سیاله ډله له ډګره وباسي . کله ،چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې ونښتې ایران په څرګنده ځان ناپیلې ونیوه او دښکیلو ډلو ترمنځ ېې کومه لاسوهنه نه کوله ، خو کله ،چې طالبان راوپنځیدل او په نسبي توګه ېې ګرد افغانستان په خپل ګروت کې ونیو نو دایران دې تګلارې یو سل اتیا درجې بدلون ومونده . کولای شو ،چې دایران د دریځ ضدونقیض اړخونه دلته راوڅپړو :
1 – کله ،چې طالبان دخپل ځواک او واکمنۍ په اوج کې دایران دبهرنیو چارو پخواني وزیر کمال خرازي په واشنګټن پوست کې یوه مقاله خپره کړه ،چې په ترڅ کې ېې له امریکايانو دا غوښتنه شوې وه ،چې راځې له وخت ګټه پورته کړې او له موږ سره په افغان دوسیه کې مرسته وکړې .
2- کله ،چې امریکا پر افغانستان دبرید لپاره تابیا نیوله نو ایران ورسره دمرستې خبره ومنله هغه دایران د دفاع وزیر علي شامیخاني دامریکا دغوښتنې هرکلی وکړ او خپل هوايي حریم ېې د دوو میاشتو لپاره دامریکا د B-52 الوتکو لپاره پرانېست دا الوتکې به دترکیې د انګرلیک هوايي ډګر څخه راپورته کېدلې او دایران له لارې به دافغانستان هوايي حریم ته ننوتلې او دافغانستان په سویل او لویدیځ کې به ېې طالب جنګیالي بمباردول .
3- دایران دبهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد مهدي اخوند زاده په 2009 ز کې دهاګ کنفرانس د جوړویدو پر مهال ویلې دي : ( په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو شتون له سولې او ټیکاو سره مرسته نشي کولای ) .
4- اخوندمشر علي خامنئ له افغان او پاکستاني ولسمشرانو سره په خپله کتنه کې ویلې و : ( په سیمه کې دبهرنیانو نظامي لاسوهنه ستره ستونزه ده ، دا هېوادونه او ملتونه ترهګر نه دي ، بلکې ستونزه داده ،چې دوی دنظامي لاسوهنې هڅې کوي دا نو بیا په سیمه کې د ټیکاو او سولې په برخه کې ستونزې راپنځوي .
5- په ایران کې دپارلمان مشر بیړنۍ ناسته راوغوښته او په افغانستان کې ېې دامریکايي ځواکونو دماتې دمخنیوي خبره راپورته کړه او د کرزي دحکومت دژغورنې لپاره ېې دمرستې وړاندیز وکړ له دې وروسته په ملګرو ملتونو کې دایران دایمي استازي محمد خزاعي دملګرو ملتونو دامنیت شورا په ځانګړې ناسته کې امریکا وهڅوله ،چې په افغانستان کې تم شي او د ترهګرو او بنسټپالو پر وړاندې مقاومت وکړي او داروپايي ټولنې دا بلنه ېې وغندله ،چې په کې له طالبانو سره د روغې او جوړې وړاندیز شوې و . په 2009 ز کې دایران دبهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو کې په ډېره سپین سترګې دا خبره وکړه ،چې ناټو باید په افغانستان کې پاتې شي او طالبانو ته دا زمینه برابره نه کړي ،چې بریالي شي دنوموړي دا خبره تر ډېره د مرستې له غوښتنې سره ورته ده . په 2009 ز کې ایران اعلان کړه ،چې موږ په افغانستان دامنیتي ټیکاو په موخه یوه نوی تګلار جوړه کړې ده .
ایرانیان په افغانستان کې له امریکايي نیواک ( استعمار ) سره مرسته کوي ځکه اوسمهال په افغانستان کې دامریکایانو دغوښتنو کچه ورځ تر بلې راښکته کیږي او دا خبرې اوس دګونګسیو تر بریده دي ،چې بهرنیان په تدریجي توګه له افغانستانه وځي . دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنټن وايي : په افغانستان کې دامریکايي سرتېرو شتون دالقاعدې له منځه وړل دي نه دا چې موږ د تل لپاره په دې هېواد کې پاتې شو او یا ډیموکراسي رامنځته کړو دمېرمن کلنټن په خبرو کې طالبانو ته هیڅ اشاره نشته . ایرانیان په افغانستان کې له نظامي بې انډولۍ څخه ډاریږي اوسمهال اروپايي سیاستوال دافغانستان دستونزې دحل په برخه کې یوه خوله نه دي ځینې ېې وايي : له ایران باید مرسته وغوښتل شي ، خو ځینې نور بیا وايي : له طالبانو سره خبرې دحل یوازینۍ لار ده .
دبېلګې په توګه مېرمن کلنټن یو ځل ویلې و د باراک اوباما اداره ډېره لېواله ده ،چې دافغان کړکیچ په اړه دایران وړاندیز او سپارښتنې واوري ، خو په مقابل کې ېې په افغانستان کې دبرتانوي ځواکونو مشر ډګرمن مارک سمیث کارلتون سنډۍ ټایمز ته ویلې و : دطالبانو پر وړاندې جګړه نشي ګټل کېدای نوموړي خپل هېوادوالو ته سپارښتنه کړې وه ،چې له موږ دې دا هیله نه کوي ، چې دستونزې نظامي حل راوباسو باید دېته چمتو شي ، چې له طالبانو سره دخبرو لړۍ پیل شي .
په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو په اړه د ایران دا ډول دریځ ایرانیان له دې نه ایساروي ،چې په افغانستان کې له هغو جنګیالیو سره څرګنده او ناڅرګنده مرسته وکړي دهولبروک دنظامي چارو سلاکار ویګر سینګ وايي : ایرانیانو په افغانستان کې له ځینو جنګیالیو سره دوسلو مرسته کړې ده هلته یو شمېر لاملونه شته ،چې ایران په افغانستان کې له یو شمېر جنګیالیو سره دوسلو او نورو توکو مرسته وکړي او طالبان هم په دې ډله کې شامل دي . پردې سربېره په کابل کې دانګلستان سفیر شیرارډ کولز هم پر ایران ورته تور لګوي نوموړې زیاتوي : موږ یو شمېر ایرانۍ ډلې لیدلې ،چې طالبانو ته وسلې رالیږدوي دا هم اړینه ده ،چې دا کار دې دایراني چارواکو په خوښه وشي ، خو دافغانستان په سویل کې له طالبانو سره دا ډول وسلې موندل له ګواښه ډک کار دی .
په راتلونکې ګڼه کې به پردې رڼا واچوو ،چې ایران څرنګه خپلې موخې تر لاسه کوي ؟؟