کابل کې د پرونۍ راکيټي حملو مرګ ژوبله اړولې ده

روهي (څلور نۍ/۲۹ د زمري)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا پر کابل د سې شنبې د ورځې په راکټي حملو کې د دولتي کسانو په ګډون ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولي ده.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو پر وینا، د دوو دولتي کارکوونکو په ګډون درې کسان په پرونۍ خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې د مراسمو  په راکټي حمله کې وژل شوي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو  ته وویلي چې پروني راکټونه له دوو موټرو پر کورونو ویشتل شوي، چې د کوچنیانو او دوو دولتي کارکوونکو په ګډون  ۱۶ کسان ټپي شوي دي، خو د دولتي کارکوونکو هویت‌یې څرګند نه‌کړ.
 

د دغو راکټونو د ویشتلو مسؤلیت د داعش ډلې له خراسان څانګې سره اړوندو سخت دريځو  منلی دی.