که هر تره داسې وکړي 

کله چې خپل وراره په ښه رنګ وویني، له زړه پرې خوښ شي، که وراره یې وړوکی وي، ښه ده چې لا یې د ښو مهارتونو خپلولو ته وهڅوي، که لوی وي، څومره به ښه وي چې کاکا له وراره سره د ژوند په بېلابېلو اړخونو بحث وکړي/کوي!؟ او لا خوندوره شېبه به هغه وي چې کاکا نظر ځانته د وراره د نظر اورېدو ته زیات ارزښت ورکړي؛ څو وراره یې د تره په شتون کې د ښه شخصیت احساس وکړي.

که هر تره داسې وکړي
کله یې چې له وراره سره په کورنیو مسائیلوستونزه رامنځته کېږي، تره ورسره جدي نه شي؛ ځکه د تره له شان سره نه ښایي چې له خپلو ورېرونو سره موشت او یخن شي. مثلا: په ښار/بانډه کې د کاکا او تره تر منځ په ځمکه، نغدو پیسو یا نورو داسې مسایلو جنجال رامنځته شي، و یې زغموي، وراره په سړه سینه قانع کړي، که وراره قانع نه شي، تره باید له هر څه ورتېر شي؛ څو د تره لخوا د وراره پر حق د ګونډې وهلو دود ختم شي؛ خو وراره هم باید ډېر ځیرک واوسي چې په ناحقه له تره سره په ناچیزه څیزونو ځان ښکېل نه کړي.

که هر تره داسې وکړي
چې وراره بدون له کومې وېرې د زړه راز ورسره وکړي، تره په ورین تندي د وراره ټولې خبرې واوري، که چېرې د وراره خبرې ښې وي، پر تره حق لري چې لا یې وهڅوي او که ښې نه وي، دا هم حق لري چې له دغه منحرفې لارې څخه ورته د بېرته راګرځېدو لارښونه وکړي؛ څو وراره د ژوند ددغه اوږده مزل په اوږدو کې له ستونزو سره مخ نشي.

که هر تره داسې وکړي
کله یې چې د وراره په کور/کوڅه/کلي کې له چا سره په کومه موضوع ستونزه رامنځته شي، بدون له دې چې دی په کې ځان اېخوا دېخوا وغورځوي، بدون له دې چې بدورد ووایي، بدون له دې چې له چا سره یخن څیرې کړي، بدون له دې چې چیغې پیغې ووهي، اول باید دی د رامنځته شوې ستونزې د علت پوښتنه وکړي، وروسته  داسې حل لاره ورته وټاکي چې دواړه لوري پرې قناعت وکړي او په راتلونکي کې داسې کړنه/کړنې تر سره نه کړي.

که هر تره داسې وکړي
چې تل له ورېرونو سره په ښو موضوعاتو بحث وکړي، ورېرونه په ژوند کې مثبتو اړخونو ته متوجې کړي او دا ورته ووایي: د ژوند په هره برخه کې مو په څنګ کې لکه غر داسې درسره ولاړ یم.

که هر تره داسې وکړي
چې د خپل ژوند ناکامې تجربې له ورېرونو سره شریکې کړي، څو دوی هغه تجربې تکرار نه کړي مثلاً: موږ له احمد سره په ناچیزه شي جنجال کړی، هغه جنجال زموږ د اوږدمهاله خپګان سبب شوی؛ خو وراره ته باید داسې و نه ویل شي چې ما پلانی او پلانی داسې ووهل بلکې داسې باید ورته وویل شي چې وراره ګله ما له پلانی سره په پلاني تاریخ یوه اشتبا کړې، هغه اشتبا زما او د پلاني تر منځ د ژور خپګان سبب شوه؛ خو که ته له دغه ډول حالت سره مخ کېدې، هېڅکله داسې تېروتنه لکه ما چې کړې، تکرار نه کړې؛ ځکه ژوند ډېر لنډ دی، په یوه شېبه غم هم نه ارزي.

که هر تره داسې وکړي
چې د خپلو ورېرونو له مخې سره د چا غیبت و نه کړي؛ څو د ورېرونو یې هغه کس چې د تره یې ورسره جوړه نه ده، د ورېرونو له نظره بد شي؛ ځکه هر انسان فردي ازادي او مسوولیت لري، له یوه ماشوم/تنکي زلمي څخه باید دا ازادي و نه اخیستل شي چې د بل چا په خاطر دې یو انسان له پامه بد کړي؛ خو ځینې اړخونه دي چې باید د هغه کسانو ومنل شي، کومو چې ژوند تجربه کړی.

که هر تره داسې وکړي
چې هېڅکله خپل او خپلوان یې د ورېرونو له پامه ور بد نه کړي او خپلو ورېرونو ته هېڅکله باید و نه ویل شي چې ستا ماما، کاکا، تربور له ما سره بد چلند کړی یا دوی یو وخت له ما سره داسې کړي چې باید موږ اوس غچ ورنه واخلو، په غچ اخیستلو یو انسان سهي انسان نه شي کېدای بلکې د ښه انسان کېدو یو معیار بښنه کول هم دي، موږ باید د امکان تر حد خپلو همزولو، ګاونډیانو او نورو انسانانو ته د بدو په مقابل کې بښنه وکړو.

که هر تره داسې وکړي
څومره یې چې وس وي، باید له خپلو ورېرونو سره دومره ښه وکړي؛ څو د ښه توب دا اصل په ورځني ژوند کې عملي شي او په پښتني ټولنه کې هېڅکله یو تره له ورېرونو سره بد ونه کړي، بلکې د خلکو په ژوند د مثال یوه الګو جوړ شي.
نوټ: نور تاسو ووایاست که هر تره څه رنګه وای!؟