هېواد کې د مختلفو ټولنیزو اقشارو موجودیت؛  په داخلي او خارجي سیاست يې اغېز

په افغانستان کې مختلف  ټولنیز جوړښتونه شتون لري او د ټولو تاثیر او اغیز د هیواد په داخلي او خارجي سیاست یو ډول نه دی.

 لومړۍ درجه ټولنې چې تر ډیره له مدنیت او مډرنیزم Modernism سره اشنایې لري، او د هیواد  ارزښتونو، تقدساتو او هویتونو سره ډیره مینه او لیوالتیا لري او دنوموړو مواردو ملي مفادات درک کولای شي، تر ډېره د نظام سالمو اقداماتو څخه خپل ملاتړ اعلانوي او پلوي یې کوي.

 نوموړې ټولنې دولت ته د زیربیناوي او انکشافي پروژو د طبیق او عملې کېدا لپاره موثرې ستراتېژۍ او پلانونه طرحه کوي او د عملي کار تعمیل لپاره یې، لکه د اجرایوي ځواک په څېر هلې ځلې کوي. 

لیکن ځینې ټولنې تر یوه حده پورې د هیواد ملي ګټې، ارزښتونه او اساسات درک کوي، بلکې د زیان او خسارې په صورت کې د ملي ګټو پر ځای خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

 د ملي احساس او ملي تفکر روحیه یې ډیره کمرنګه وي فقط دنمایش په ډول د ځینو دولتي بنسټونو د استحکام لپاره ځینې مجازې فعالیتونه سرته رسوي، هغه هم د عمومي افکارو د جلب په منظور چې اصلي او واقعي هدف یې خپلو شخصي موخو ته رسیدل وي. چې دا طبقه  نسبت د لومړۍ طبقي په ځینو سیاسي،اقتصادي،مدني،او اجتماعي حرکتونو او بدلونونو کې د لومړۍ طبقې په نسبت لږه مفیده او ارزښتمنه تمامیږي، چې شخصې او حرصې تقاضاوې یې تر یوه حده نامحدودې وي او ټولې پالیسیانې Policies یې پر همدې مورد راڅرخیږي.

د ورته ټولنو اشخاص د خپل ژوندانه د سهولتونو د مهیا کولو لپاره په حکومتي چوکاټ کې په ناقانونه کړنو مبتلا کېږي، همدارنګه په اختلاس، رشوت، غلا، غصب او ورته نورو نا قانونه کړنو باندې شروع کوي.

چې په حکومتي سیستم کې د دا ډول اشخاصو د نفوذ تداوم څخه مستقیماً د هېواد داخلي او خارجي سیاست اغېزمنیږي او پرې تاثر ګذار وي. 

البته دریمه درجه ټولنې چې په بې ساه،مجهول او مسموم وضعیت کې قرار لري. البته دلومړنیو دوو طبقو په نسبت له عصریت او مدنیت سره هېڅ ډول اشنایي نه لري، دغه ډول ټولنې فقط  د ژوند تیرولو یوازینۍ وسیله مادیات بولې، همدارنګه قانون او حکومت د خپلو حرصي تقاضاو محدودونکي ګڼي.

دنوموړو ټولنو د اشخاصو  غېرې عقلاني او مدبرانه کړنو په نتیجه کې، بې نظمه او انارشیکي Anarchy ټولنې حاکمیږي.

چې په انارشیکو ټولنو کې هېڅ مرکزي قدرت او اصول شتون نه لري چې د افرادو د ناقانونه کړنو څخه څار او نظارت وکړي او نه افراد اصولو او قوانینو ته غاړه ایږدي.

د دریمه درجه ټولنو اشخاص دملت پالنې او هیواد پالنې په روحیه  نه وې روزل شوې، بلکې دا هغه اشخاص وي چې د هیواد ټول اساسات، بنسټونه همدارنګه د دولت ځواک او قدرت د دوۍ لخوا چیلنج او ضعیفیږي.  تر ډېره د دولت د تصرف او سیاسي حاکمیت له نفوذ  څخه لرې دغه ډول ټولنې تر ډېره د دوښمن جګړیزو تبلیغاتو، همدارنګه منفي پروپاګند تر کنترول لاندې راځي، چې د ظلم او تشدد نه ډکې کړنې یې د ټولنې  وګړو د احساساتو او عواطفو سره مستقیمه اړیکه لري.

 د دغه ډول ټولنو اشخاص تر ډېره د دوښمن هېوادونو لخوا لکه د نیابتي عسکرو روزل کیږي چې دغه نیابتي جنګیالي Proxy Warriors هیواد کې دبې نظمیو او ګډوډیو دایجاد سر لارې بلل کیږي. ځکه که وګورو دهېواد د مکاني ځواک سیاست، دهېواد په جیو ستراتیژیکو Geo-strategic مسایلو او داخلي قوانینو سره مکمله اشنایي لري ځکه د ګاونډیانو او سیمه یزو قدرتونو دموخو تحقق لارویان بلل کیږي.

 چې ګاونډیان یې په هیواد کې د نفوذي رول ښندلو لپاره استعمالوي، چې په نتیجه کې دهغوئ په اشاره هیواد ټول تاسیاست، ریفارم او رې انسټرکشن Reinstruction شدیدو بریدونو لاندې راولي او دهیواد سرنوشت په یو لوی ډوبیل کې غورځوي.

نو علم او پوهې ته اشده اړتیا ده ترڅو ټولې ټولنې په هېواد کې د علم په ګاڼه سمبال شي او د خپل هېواد ګټې یا National Interests ، ارزښتونه، تقدسات وپیژني او په متقابل احترام ورته قایل  شي.

او هم د هېواد په ټولو برخو کې متوازن انکشاف او متوازنې پراختیا ته زمینه برابره شي، تر څو ټولې ټولنې سره همغږې شي او ټولنېز انډول سره برابر شي.

 همدارنګه ديوې ټولنې پر بلې ټولنې د تقدم او غوراوي اصل لمنځه لاړ شي او ټولې ټولنې په یوه قانوني چوکاټ کې داسې سره منظمې، منسجمې او همغږې شي، چې یو بنسټیز میکانیزم Mechanism او بدلون ته لاره هواره شي او هېواد مو دسیمیزو قدرتونو په کتار کې وشمیرل شي.