په حکومت کې ادلون بدلون يو اصل دی

په حقیقت کې بریالی ژوندهغه ته ويل کېږي چې په خپل اوږده یا لنډ مسير کې مختلفې لوړې ژورې له ځانسره ولري او وګړی يې ځان په همدې لوړو ژورو اوتنګسو او ارامتیاګانو کې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.

بله دا چې بريالی شخص یا وګړی هغه چاته ويل کېږي چې دی په خپل ژوند کې د ګاندې لپاره هدف وټاکي او ورته د رسېدو لپاره مبارزه وکړي.

همدارنګه د دولت او حکومت په چوکاټ کې ادلون بدلون هم یو اصل دی او کار کوونکي باید دې اصل ته ژمن پاتې شي.

راځم اصلي موضوع ته هغه دا چې تېره ورځ خبر شوم چې د حج اواوقافو وزارت وزير مولوي عبدالحکيم منيب ددې وزارت له مشرۍ څخه لرې کړای شوی دی.

زه د هېواد د سياسي اوضاع د يوه څارونکي په توګه دولسمشر ددې کار هرکلی کوم پوره حق اوواک لري چې یو څوک وګماري او لرې يې کړي.

خو د ښاغلي منیب په شان اهل د کار او پوه خلک بايد له صحنې ونه باسي او د کار اوخدمت کولو چانس باید ورڅخه وانخلي.

زه دداسې یو شخص په توګه چې د حج او اوقافو وزارت له پخواني وزير ښاغلي منیب سره نه کوم قرابت اونه کوم ملګرتوب لرم اونه هم ورسره ناسته پاسته یا پېژندنه خو هغه د یوه په کار پوه ،مسلمان،عالم او د افغانستان د خلکو په دردونو د یوه دردېدلي شخص په توګه ډېر ښه پېژنم،له ولسمشر څخه غوښتنه کوم چې په کوم بل مناسب ځای کې دې يې ځای پرځای کړي او د هغه له تجربو او استعداد څخه دې د ولس او هېواد په ګټه استفاده وکړي.

زه نه یواځې د مولوي عبدالحکيم منیب پلوی یم بلکې د هر هغه افغان چې دخپل هېواد اوکړېدلي ولس د خير اوفلاح لپاره یو قدم هم پورته کوي،یوه تيږه په پلې ږدي او یا هم د لارې له سر څخه یو کوچنی اغزی هم پورته وي هغه که د هر قشر،هر سمت او هرې ژبې ويونکی وي په ټوله معنی ورته درناوی لرم په خدمت کولو يې ځان مکلف بولم.

په همدې پار يو ځل بيا په حکومتي مشرانو غږ کوم چې د مولوي عبدالحکيم منیب په شان د کار خلکو له علمیت، پوهې،کاري سابقې او ولسي نفوذ څخه دې په سمه توګه استفاده وکړي.

که چېرې داسې یو څوک په سليقه وي توګه يا د واسطو په زور مقررېږي چې نه په حکومت خبر وي او نه حکومتولي پېژني او دنظام ټول اصول،قربانۍ او نوم له خاورو سره خاورې کوي ښه به دا وي چې یو وړتیا لرونکی کس د خپل ذکاوت، پوهې او استعداد پر مټ د ازاد رقابت له لارې وګمارل شي،ترڅو هم د حکومت او هم د ملت په درد وخوړل شي.