ښه ویاند او پريزېنټر څوک دی؟

ویاند په رادیو او ټلویزیون کې هغه مسلکي شخص دی، چې د ټلویزیون په پرده راڅرګندیږي، لیدونکو ته د ورځې مهم او وروستي خبرونه او معلومات وړاندې کوي.

ویاندويي د هنر او فن جمع ده، ښه ویاند هغه دی چې ځانګړې ځانګړتیاوې د وېیلو، لیکلو او اشاروي ژبې ولري.

په راپور کې هم ویاند ګړۍ په ګړۍ د ورځې مهم خبرونه په خپل غږ او مهارت مخاطبانو ته وړاندې کوي.

د ویاند یا پرېزینتر اساسی برخې درې دي: ۱- ښه څېره ۲- ښه غږ ۳ـ ښه سواد او پوهه.
اول: ښه څېره: د ټلوېزیون لپاره باید ویاند ښه څېره ولري، ترڅو د لیدونکو توجه ځان ته راجلب کړي او خبرونه يې ترپایه واوري.

دوهم: ښه غږ: بله مهمه ځانګړتیا ښه غږ دی چې یو ویانديې بایدولري، ښه غږ تر ډېره د راپورلپاره ډیر اړین دی اوټینګار پرې کيږي.

دریم: ښه سواد او پوهه: د ویاند لپاره ښه سواد، لیاقت او همسلک توب دی چې خورا مهم دي، چې باید هم ویاند يې ولري، چې په همدې اساس باندې خپله دنده پېژني او پرمخ يې وړي.

یوښه ویاند باید:
مینه اوعلاقه ولري:
هر کار چې په مینه اوعلاقه ترسره کیږي په هغه کې ډیر پرمختګ او بریا لیدل کیږي، یو ویاند چې له خپلې دندې سره  مینه ونه لري او د دندې په سترګه ونه ګوري، نو دنده په ښه زړه مخ ته نشي وړلای او بل به يې په څېره کې یو ډول خفګان نه زړه توب ښکاري، چې په لیدونکو بده اغېزه کوي او شاید دټلوېزیون چینل بدل کړي، ځکه ویاند لکه مستقیماً له لیدونکو سره په تماس کې وي.

که یادې دندې ته علاقه مند نه یاست او یایې په نه زړه ترسره کوئ، نو هیله ده همدااوس ځان لپاره کومه بله دنده وګوري.

دندې او وخت ته درناوی:
د ټلوېزیون یا رادیوله لارې ویاندويي یوازې د شهرت پیداکولو لپاره نه دي، ځکه که شهرت موهدف وي نو دندې ته هم د ښې دندې په سترګه نه ګورې، چې دا يوډول د دندې بې احترامي هم ده.

د یو ویاند موخه یوازې باید لیدونکو ته د حقیقت او خبر رسول وي او بس. هڅه وکړئ له ټولو کارمندانو وختي ځان دفتر ته ورسوئ، حالات وګورئ، خبرونه وګورئ، د مهمو او وروستیو خبرونو تفکیک وکړئ، خپل ځان ښه او روان جوړ کړئ او هدف داچې وخت پېژندل مو مخاطبانو ته ورپېژني.

مطالعه او په ځان باور:
مطالعه مو ذهن پراخوي، هڅه وکړئ تل په ټولنیزو رسنیو یا هم له ملګرو او خلکو سره بحثونه وکړئ.

د هیواد، سیمې او نړۍ له حالاتو ځان خبر کړئ، که موضوع چې غواړئ بحث پرې وکړئ ښه مطالعه کړئ، هر اړخیز معلومات يې پیداکړئ که چیرې له معلوماتو غني نه وی نو هیڅکله ښه بحث نشئ کولای.

هغه یوازینی کس چې ستا وړتیا او تا خپله پېژني ته يې، په ځان باور مو د ژوند لوړو موخو ته رسوي، دا ومنه چې  له هرې ماتې وروسته بریا حتمي ده، نو هیڅکله مه تسلیمېږه؛ بیا کوښښ وکړه، بیا کوښښ وکړه، که په ځان دې باور له لاسه ورکړ نو هیڅکله به له خپلې وړتیا ګټه وانخلې.

هیڅکله داسې فکر مه کوه چې هدف ته ورسېدې، نورو نورو مهارتونو پسې ولاړ شه زده کړئ، نو هیڅکله بس مه وایه تل پلوټونکی و اوسه چې د یو خبریال اساسي دنده هم ده.

خوښ اوسېدل:
دابه ومنو چې د هیواد حالات مو خفه دي، خو یو ویاند باید تل خوښ اوسي او خلاص تندی يې نیولی وي.

ځکه که یو ویاند د خبرونو وړاندې کولو پرمهال تندی تریو نیولی وی نو په دنده او لیدونکو منفی اغېزه کوي. باید د خوښۍ خبرونو وړاندې کولو پرمهال خوښ اوسېدل او د خفګان خبرونو وړاندې کولو پرمهال کم خفه اوسېدل، ترڅو سره ځان په غم او خوښۍ کې ځان شریک وښودل شي. چې په دې سره د خلکو په زړونو کې مینه ځای پیدا کوي او ورته په زړه پورې کیږي.

دکارکونکو ترمنځ متقابل درناوی:
کله چې په یوه اداره کې کار کوو د یوې کورنۍ مثال لري چې څرنګه  دکورنۍ د غړو ترمنځ څومره احترام وي همداشان باید له هرې ادارې یا رسنۍ سره چې کارکوئ نو باید پوره او په خپل ځال درناوی ورته ولرئ.

خدای مه کړه که له پروډیوسر یا نورو همکارانو سره مو اړیکې ښې نه وي نو ذهناُ به نا آرام وئ، نوپه ښه زړه به خبر هم وړاندې نشئ کړای.

که په ویاندويۍ یا پریزينټرۍ کې لږ هم تر فشار لاندې وئ، نو رنګ مو تغیر کوي او هرځای به غلطیږئ، نو لیدونکي حتماً پوهیږي چې کومه ستونزه شته ده.

یو ښه مدیریت د یوې کامیابې ادارې راز دی، که د ادارې له کارمندانو ترمنځ اصول مراعات شي، نو هیڅ ستونزه به پیدانشي او خپلو کارونو او دندو ته به ژمن وي.