سلیمان لایق تر ټولو ښه پرچمی 

سلیمان لایق د دې پیړۍ یو مشهور ادبي او سیاسي شخصیت دی چې متاسفانه د پرچم ډلې غړی وو. زه په دې لیکنه کې لومړی د پرچم په باب لنډ معلومات لیکم او بیا د لایق په شخصیت لنډ بحث کوم چې نوی کول د تاریخ له واقعیتونو خبر او بیدار شي چې ښو ته ښه او بدو ته بد وویلی شي.
 
د حزب اسلامي مشر حکمتیار په یوه مرکه کې ویلي وو چې د تیرو ۴۰ کلونو په رهبرانو کې تر ټولو بد یې کارمل او تر ټولو ښه یې ملا محمد عمر مجاهد وو. زه وایم چې په سیاسي ډلو کې هم تر ټولو بده ډله پرچم وه. ده او وي به. په پرچم کې بیا تر ټولو بد پرچمی کارمل او تر ټولو ښه پرچمی لایق وو.
 
په تیر لنډ تاریخ کې د پرچم ډلې ډیر لوی ملي فرصتونه ضایع کړل، نهه فاجعې (کودتاگانې یا توطیې) یې پر ملت راوستې، له جمعیت سره په گډه یې د زبرځواکونو دوه یرغلونه پر هیواد راوستل، د دواړو یرغلگرو د غلامۍ ځنځیر یې پر غاړه کړ، درې ننگین تړونونه یې وکړل او دا څلویښت کاله د هیواد د ورانۍ او ملت د تباهۍ اصلي مسئولین دي. پرچمیان او جمعیتیان له هر چا سره جوړ دي خو له افغان او افغانستان سره نه جوړیږي او هر دښمن ورپسې راولي.
 
که څه هم د پرچم اسلافو د مجید زابلي، عبدالرحیمزي او نورو وطندوسته افغانانو پر ضد توطیو کې هم هیواد ته ضرر رسولی دی، خو د یوې ډلې په توګه پرچم لاندې کودتاګانې یا دسیسې بریالۍ سر ته رسولي دي:
لومړۍ کودتا یې د سردار داود په واسطه د ظاهر شاه په ضد وکړه او د بې ثباتۍ اساس یې کیښود.
 
دوهمه توطئه یې د سردار داود له خوا د جوانان مسلمان حرکت خلاف وکړه، روشنفکري او نوی ټوکیدلی سیاسي توازن یې بې موازنې او سردار داود یې یوازې او تجرید کړ.
 
درېیمه توطئه یې د میوندوال پر خلاف وکړه چې سردار داود یې نور هم یوازې کړ.
څلورمه کودتا یې پر هماغه سردار داود وکړه چې دوی یې د مار په شان په لستوڼي کې ساتلي وو. تره کي که هر څو ویل چې انقلاب ته ذهني او عیني شرایط نه دي اماده خو کارمل فشار اچاوه چې باید شکست!!! او د روسانو له خوا یې پر تره کي فشار راوړ چې د خیبر په مړینه مظاهره وکړي او پدې توګه لومړی د ثور انقلاب او بیا د شوروي یرغل ته لار اواره کړي.
 
پنځمه توطئه یې د خلقیانو د نظام په ضد وکړه چې امین ناکامه کړه، خو نظام یې ولړزاوه او د یوازني امید یعنې د شوروي دروازې پې پر مخ وروتړلې.
 
شپږمه توطئه یې د روس له یرغل سره یو ځای وکړه او د یرغلګرو به ټانکونو سپاره کابل ته راغلل او فاجعه یې عمق ته ورسوله.
 
اوومه توطئه یې د نجیب له خوا د تڼي پر ضد وکړه چې په نتیجه کې له اردو څخه پښتانه وشړل شول او تر اوسه اردو د اقلیتونو په مشرۍ روانه ده، چې نه سوله راوستی شي او نه ثبات.
 
اتمه کودتا یې پر ډاکتر نجیب او د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان وکړه. چې په نتیجه کې د ۳۰۰ کلونو اردو او نظام چور شول، اویا زره کابلیان شهیدان شول او ښار په کنډواله بدل شو.
 
نهمه توطئه یې پر اشرف غني وکړه چې په ارګ کې یې تجرید، او له ټول ملت جلا یې په څو کوټو کې ایسار کړ. بیا یې مقابل کې ودریدل او دومره یې یوازې کړ چې برحال ولسمشر دی خو شپږ لکه رایې یې یووړې. اوس هم ترې دوی راتاو دي او له ملته یې لیرې ساتي.
 
اوس د دغسې ډلې د یوه موسس او یوه مشر په توګه سلیمان لایق ته راځو او باید په دقت خو انصاف یې وڅیړو. نوموړی یو فوق العاده بااستعداده لیکوال او شاعر و چې ځینې شعرونه یې د پښتو او دري ژبو د بهترینو اثارو په لړ کې په ساتلو ارزي. خو د ده د شخصیت نور ابعاد متضاد دي. یعنې هم ښه او هم بد اړخونه لري. د دې لپاره چې ځوان نسل ترې درس ترې واخیستلای شي، باید لنډه اشاره ورته وشي، چې دغه نسل د الفاظو په جادو کې پر تحریف شوي تاریخ تیر نه وزي او خپل تصامیم داسې ونیسي چې له ټول استعداده یې د هیواد په ګټه کار واخستل شي.
 

  • د لایق لومړنۍ ښوییدنه دا وه چې د پښتنو او افغانستان د دښمن سنګر (پرچم) غړی شوی و.
  • په پرچم جریده کې پر لېنین درود او د اسلام د ستر پیغمبر کارتونونه چاپولو یې په ګران هیواد کې د بې اتفاقۍ او ټکر د اور لومړۍ سپرغۍ بلې کړې.
  • تر پایه اصلاح نه شو او د تاریخ د تحریف کوښښ یې کاوه. مثلاً داسې یې ښودله چې د ثور انقلاب د افغانستان د اشغال پر لور د روسانو د مخې ته راتګ یو ګام نه و، بلکې یو تصادف و او مسئوولیت یې پر حفیظ الله امین اچاوه چې ګویا یو ولنتریست و چې د دوی ګوند ته راغلی او پخپل سر یې دغه اقدام کړی و. د روسانو او کارمل له خوا د خیبر وژل، بیا پر مظاهرې د کارمل ټینګار کول، بیا له شوروي سفارته مشوره اخیستل او لیونی سردار پر خلق ګوند حملې ته مجبورول دا ټول یې پټول او غوښتل یې تاریخ تحریف کړي.
  • د روسانو یرغل او جنایت مستقیم نه غندي، او د شوروي یرغل په نتیجه کې یو نیم میلیون وژنې، ۵ میلونه ټپیان او معلولین، ۵ میلیونه مهاجرین او اتیا فیصده د کلیو ورانی نه یادوي خو برعکس پنجاب یادوي چې افغانستان یې وران کړ. دا قضاوت نه کوي چې ملت چا د پنجاب غیږې ته واچاوه.
  • پښتانه ملامتوي او حتی تر کارمل؛ تره کی او امین زیات مسئوول ګڼي.
  • اسلام او ملي ارزښتونو ته پابندي یې تر اخیره ونه ښوده.
  • د نجیب پر ضد د پرچم او جمعیت د کودتا پر مهال یې له خپل مشر (نحیب) سره بې وفایي وکړه او له کودتاچیانو سره ملګری شو. کودتاچیانو نوموړی د ګوند سمبولیک مشر کړو خو عملاً یې هیڅ ارزښت ورنه کړ.
  • له هیواده د ډاکتر نجیب له وتلو په مخنیوي کې یې د پرچمي کودتاچیانو سره همغږي وکړه او دې ته یې زمینه جوړه کړه چې نجیب تر هغه د ملګرو ملتونو په دفتر کې پاتې شي، چې طالبان یې په دار وځړوي.
  • دا چې عاطفي شخصیت او د بدلیدونکي مزاج څښتن وو، نو سیاسي دریځ یې هم متغییر وو. لومړی پرچمی وو، بیا د نورمحمد تره کي په واکمنۍ کې هغه ته متمایل شو، کله چې پوه شو روسان کارمل راولي او تره کی او امین له مخې لیرې کوي، بیرته پرچمی شو. د نجیب په مشر کیدو له هغه سره ملګری شو. پرچمیان چې د نجیب خلاف شول، دی هم له هغوی سره مل شو او اوس چې له ډاکتر نجیب سره همدردي یو مود ګرځیدلی دی، ده هم په وروستیو وختونو کې نجیب تاییداوه.
  • عموماً پښتو ژبې سره مینه یې د ځینو نورو (پښتوپالو په شان)!!! په کور کې د پښتو پریښودلو او ‍د کمترۍ د عقدې او ماتې جبران وو. کور کې يې فارسي ویله، نو بیرون یې توازن ساته.
  •  
    له دې سره سره لایق تر نورو پرچمیانو له ملت سره یو څه مینه هم درلوده.
  • کله چې د قبایلو او سرحدونو وزیر و، زلمي هیوادمل ته یې پټ ویلي و چې کارمل او نظام یې د پښتو ریښې ایستل غواړي. د قبایلو وزارت له لارې به په دې بهانه چې کوزو پښتنو ته کار کوو چې د پاکستان خلاف روحیه پکې لوړه شي، ځينې پښتو کتابونه به چاپوو. دغلته یې یو څو پښتو کتابونه چاپ کړل چې د قدر وړ دي.
  • د روسي پوځیانو مشر ستر جنرال مایوروف ته ورغلی او ورته ویلي یې وو چې تاسو اشتباه کړې ده. افغانستان تاسو نه شئ نیولی او باید ژر بیرته ووځئ. دا یې په تحت الشعور کې د دې ملت او هیواد په ځواک د باور نښه ده.
  • پښتو او دري ژبو ته یې ځینې ښه اثار لیکلي دي. البته سیاسي او انقلابي اثار یې د هیواد او ملي او دیني ارزښتونو خلاف دي، د تاریخ د تحریف او ټوله ملامتیا پر خپلو حریفانو اچولو کوښښ یې کړی دی، خو رندانه شعرونه او پر لنډیو تحلیلي لیکنې یې ښې دي.
  • په شخصي ژوند کې مودب او مهربان شخصیت و.
  •  
    نتیجه:
  • د لایق صاحب هغه قصیدې چې تاریخ تحریفوی، د تیرو ۵۰ کلونو په فاجعو کې د شوروي اتحاد او پرچم ډلې جنایتونه پوښي او مسئوولیت پر خپلو حریفانو اچوي باید په دقت او انتقادي نظر ولوستل شي او په پټو سترګو او عاطفي ډول ونه منل شي.
  • په دې پوه شو چې د ده سیاسي مبارزه د ملت او هیواد په مقابل دریځ کې وه او ځکه یې باید شخصیت بې طرفانه وڅېړل شي او بیا قضاوت وشي، چې آیا سلیمان لایق د ملت تر څنګ و او که په شعوري یا ناشعوري ډول د ملت د دښمنانو له خوا د ملت او ملي ارزښتونو پر ضد لوبول شوی یو شخص وو. د دې لپاره نه چې لایق اوس موږ ته فزیکي ډول کوم خیر و شر رسوي، خو لیکنې یې د نوي نسل د انحراف سبب کیدای شي، چې هغوی هم پخپل وار سره د دښمنانو په لومو کې ښکېل او هیواد او وطن ته زیان وانه ړوي.
  • نوی نسل باید زده کړي، چې بهرنۍ لښکرې یو هیواد او ملت نه ابادوي او نه یې ابادولی شي. لایق خو څه کارمل هم وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې: توصیه یی اخیری ام به جوانان اینست که به خارجی تکیه نکنند!!!
  •  
    هیله ده ځوان او مسلکي څیړونکي په دې باب علمي او بې پرې څیړنې وکړي. د لایق صاحب مثبت خدمات بیل، له اشتباهاتو یې زده کړه او د حقیقتونو تحریف یې اصلاح کړي.
     
    اوس چې لایق صاحب وفات شوی دی او له دې نړۍ سره یې اړیکه پرې شوې ده، موږ دعا کوو چې الله تعالی دې ورسره عدالت وکړي. د هغه لوی ذات د رحم او بښنې سمندر ناپایه دی. موږ پکې څوک یو چې بدنیتي وکړو.