صالح: نيوکه کيږي چې ولې پر لويې جرګې درې سوه مېلېونه افغانۍ مصرف کيږي؛ ولسمشر به يې سبا ځواب درکړي 

روهي (پنځخه نۍ/۱۵ د زمري)، د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د سولې مشورتي لويې جرګې د مصرف په اړه غبرګون ښوودلی او پر خپلې فېسبوک پاڼې يې لېکلي دي چې دا يو زورو اقدام دی چې  حکومت يې کوي. 

د ولسمشر مرستيال لېکلي دي چې پوښتنه او نيوکه بايد د رجال برجسته په کلنۍ ۴۲۰۰ مېلېونه افغانۍ بودجه شوې وای، پر ځای دا دې چې دغه نيوکه د سولې په پار د لويې جرګې پر جوړېدو کيږي. 

صالح ليکلي دي چې درې سوه مېلېونه افغانۍ د ملت سره پر سلا کولو لګيږي او دا تر ټولو غوره ده چې د سولې ملي مسالې په اړه ولس سره مشوره وشي.