څلوريزې

 مومند محمدي اڅړ- کابل
څلوريزې
په يوه کلي کې ژوند کړو– په يوه درمند درمند کړو
له يوې چينې اوبه څښو– بس خبرې سره بند کړو
×××
پښتانه يو موږه وروره – کرکه کاندو له پيغوره
په يو کلي تر بګني کړو– موږ دوه کوره دوى دوه کوره
×××
په يوه ژرنده اوړه کړو– دې خبرې موږ زاړه کړو
له يوې ويالې کښتونه – بيا هم ولې يو بل مړه کړو
×××
دا خبره مو غرور دى – چې په منډه مو توربور دى
خو په دې بيا نه پوهيږو – دا توربور مو خپل توربور دى
×××
خپل ويښتان مو داسې ګڼ کړو – په يوه کتار اتڼ کړو
وي بريتونه مو غړلي – د اتڼ پړک په يو شڼ کړو
×××
موږه وايو پښتانه يو – د بې ننګه کيسې نه يو
نه له چا څخه ويريږو – د هيچا د پيغور نه يو
×××
دوى هم وايي له موږ واوره – پښتانه سپين لکه واوره
بې له خداى به سر ټيټ نکړو – نه به ولاړ شو تر کناره
×××
موږه دواړه په يو شان يو – پښتانه مسلمانان يو
له يوه پلار او نيکه يو– د يوه کلي ځوانان يو
×××
هم جامې مو په يو شان دي – هم شملې مو تر اسمان دي
په يوه شان نښه ولو – هم مو يو شان ټوپکان دي
×××
که موږ دواړه سره يو شو – غړۍ غاړه سره يو شو
او پښتو زموږ يوه شي – له خداى غواړه سره يو شو
×××
چا چې موږ يو جدا کړي – او رامات يې دي دا غړي
په ټوپکو هغوى وولو – چې ترې جوړ کاندو موږ مړي
×××
مکتبونه راته جوړ کړو – جوماتونه راته جوړ کړو
د يوه او بل په زړو کې – لوى کورونه راته جوړ کړو
×××
دا به زموږ لويه بريا وي – د دښمن به تنګه سا وي
بيا به زموږ غرور پر ځاى وي – چې ژوندون زموږ هوسا وي
مومند محمدي اڅړ- کابل