د برېښنا د سقوط ګواښ اړوند حقایق څه دي؟  

پخوانی همکار مو چې اوس د افغانستان برېښنا شرکت کې کار کوي دفتر ته راغلو او د اختر خرچې لپاره یې رانه پیسې وغوښتې، ما ترې وپوښتل چې سړیه ستاسو معاشونه خو له موږ هم مخکې هان د هرې میاشتې په ۲۲مه او ۲۵نیټه راځي څنګه اوس کم خرچه شوې؟ ملګري په خواشینۍ وویل، چې ادارې لپاره یې د نوي ټاکل شوي رئیس له برکته د برېښنا کمښت، د عوایدو لادرکتیا او د معاشونو ځنډیدلو په ګډون ګڼې نورې ستونزې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي. له ملګري سره د خپل دفتر انګړ ته راووتم او په د قدم وهلو په حال کې مې ترې د وارداتي برېښنا ناڅاپي کمېدلو ستونزې په اړه ترې وپوښتل او د نورو یادو شویو ستونزو په اړه مې هم ترې د بخشنې په غوښتلو وضاحت وغوښت.

ملګري مې له سوړ اسویلي وروسته د برېښنا مشرتابه ناغیړۍ او ناکارۍ څخه سر وټاکاوه او ویې ویل، چې داود نورزی چې لیبیا، دوبۍ او یو شمیر نورو هېوادونو کې د ولسمشر غني د لویو کمپنیو لوی شریک دی او د ولسمشرۍ تیرو جنجالي ټاکنو کې د ولسمشر غني د کمپاین مهمې برخې مسؤل ؤ او له برکته یې د مالیې وزارت کوډونه خالي شول اوس یې د افغانستان برېښنا شرکت مشر په توګه د دندې له پیل سره سم د ټاکنو د وخت ټول ملګري راټول او د مشاورینو او همکارانو په توګه په بیلابیلو څانګو کې په لوړو معاشونو په قراردادي او دایمي بستونو کې په دندو ګمارلي دي، چې د ټیټ پوړو معاشونه یې له ۶۰۰۰۰ افغانیو نېولې بیا تر ۵۰۰۰۰۰ افغانیو پورې دي او د لوړ پوړو سلاکارانو معاش یې له ۱۰۰۰۰ ډالرو نیولې بیا تر ۱۳۰۰۰ ډالرو پورې رسیږي، چې په دې ډول دې میاشتې کې د کارکوونکو معاشونه ۱۵میلیونه زیات شوي او دا پرته له دې چې د آسیا پرمختیايي بانک یې ورنه کړي د برېښنا د وس او توان څخه ځکه وتلې، چې د وارداتي برېښنا پیسو پر وخت ورکړې ته اړی دی. د افغانستان برېښنا شرکت نوی رئیس داوود نورزی له یوې اونۍ راهیسې بهر ته په نامعلوم سفر تللی او سرپرست مسؤل لوړ پوړي چارواکي اوس د معاشونو اسناد د همدې بې ځایه زیادښت له امله نه لاسلیکوي او له ولایتونو سیوا د مرکزي دفتر د زرګونو کارکوونکو معاشونه له همدې امله ځنډیدلي دي.

د ملګري په دې خبرو سخت خواشینی شوم او د خواشینۍ په حالت کې مې په چوپه خوله پیسې ورکړې او په ځړیدلي سر د خپل دفتر تر خونې ولاړم.

د افغانستان برېښنا شرکت دا مهال په ټول هېواد کې ګڼو ولایتونو ته پر وارداتي برېښنا سربیره له کورنیو سرچېنو برېښنا ورکوي او په تیرو دوو لسیزو کې دې سکټور د پام وړ پرمختګ کړی دی، چې د ستایلو دی؛ که څه هم د تیر ژمي برېښنا لګښت پیسې ګاونډي هېواد ته د قرنټین ترینګلي حالت له امله یو څه وځنډیدې، خو ژر ستونزه حل شوه او له دولتي ادارو او لویو زورواکو څخه د پورونو غوښتنې په تړاو ټولیز فشارونه راوړل شول، چې په نسبي ډول اغیزناک تمام شول، خو اوس اوس چې د افغانستان بانک او د افغانستان برېښنا شرکت په اړه کومې ګنګوسې وې په رښتیا بدلیږي او د آریانا نیوز هغه خبر هم رښتیني کیدو ته په رسیدو دی، چې د انټرپول پولیسو د افغانستان برېښنا شرکت نوی رئیس داوود نورزی، د افغانستان بانک نوی رئیس اجمل احمدي او د ولسمشر غني سلاکار اجمل غني په تور لیست کې په دې خاطر شامل کړي دي، چې درې واړو له نامعلومو بانکي حسابونو څخه له دوبۍ څخه امریکا، اروپا او لبنان ته په میلیونونو امریکايي ډالره نامعلومې پیسې لیږدولې دي.

اوس نو د لمر په څیر روښانه ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت نوي رئیس د ولسمشر کمپاین وخت ملګرو ټاکنه د عادي مامورینو په بست کې او له ۶۰زرو تر ۵لکو افغانیو پورې معاش سره او د سلاکارانو په بستونو کې د خپلو نورو نږدې ملګرو ګمارنه او له ۱۰زرو تر ۱۳زرو امریکايي ډالرو میاشتني معاش ټاکنه بې غلا او بې چور او چپاول نه ده، ځکه د افغانستان برېښنا شرکت د یو نیمه دولتي سکټور په توګه یوه لوړه عایداتي سرچینه ده، چې د برېښنا پیر او پلور کې لوړه ګټه تر لاسه کوي، څو له دې لارې هېوادوالو ته د برېښنا چمتو کولو آسانتیا سربیره په هېواد کې د برېښنا غځونې پروژو لګښتونه او د خپلو نږدې ۹زره کارکوونکو معاشونه هم ورکړي. چې همدې ټکي ته په پام سره یاد مشر له موقع په ګټنې تر دې وړاندې د چارو ادارې دندې او کمپاین پر مهال له بیت المال څخه پیسې په پټه غلا او بهیر ته یې لیږدولي دي او اوس چې داسې یوه ستره عایداتي سرچېنه په لاس ورغلې نو د برېښنا د عایداتو پیسو غلا ته یې په خپله او د خپلو نویو ګمارل شویو ملګرو له لارې لار جوړه کړې ده او د تاجکستان وارداتي برېښنا ناڅاپي کمیدل هم د اوبو په کمښت پورې تړاو نه لري بلکې د پیرودل شوې برېښنا پیسو په وخت نه اداینې له امله تاجکستان خپله برېښنا کمه کړې ده، ځکه د اوبو کمښت ستونزه د کال په دې موسم کې هیڅکله نه ده پیښه شوې. له دې ټولو ښکاري، چې اوبه له پاسه خړې دي او د امریکا فشارونو د نظام واکمنان ویرولي دي، چې مخکې د طالبانو له راتګ او د امریکا له لوري یې د واک پر ګدۍ کېنولو څخه وړاندې د هېواد ملي بودیجه له بیلابیلو لارو بهر ته ولیږدوي او د خپل شخصي ژوند، کورنۍ او نسلونو راتلونکو لسیزو لپاره یې زېرمه کړي.

له دې ټولو دا پایله اخیستل کیږي، چې نوره چاړه تر مرۍ رسیدلې او د هېواد د نظام سقوط لوی عاملین د پټو غلاوو او فساد زیږوونکي عناصر دي، چې کړېدلی ولس به یو ځل بیا د غم په لوی ټغر کینوي او خپله به ساړه غوږونه په بهر کې د ولس په وینو آبادو شویو لوړ پوړیزه ودانیو کې اسوده ژوند کوي. نو ځکه خو په کار ده، چې حاضرو حاکمانو پر وړاندې د حق غوښتنې او سمون راوستو په پار ستر پاڅون ترسره شي او د حق چیغه تر سوشیل میډیا او رسنیو کې د نیوکو تر محدودې راووزي.