څوک باید څه له لاسه ورکړي؟

که سړیتوب او انسانیت معیار وای ، نو بیا خو به نه دا بحران او ناورین رامنځته کېده او نه به دا جګړه او غمیزه. څرنګه چې سیاستوالو سره ځان غوښتنه او واک غوښتنه مطرح ده، نو ځکه خو دا غمیزه ورځ تر بلې غځېږي.

 د روانې غمیزې وروستي علني لوبغاړي اوسمهال د داکتر اشرف غني په مشرۍ اسلامي حمهوریت او د ملاهیبت الله په مشرۍ اسلامي امارت دي. دواړه لوري یو پر بل د پردیپالنې تورونه پورې کوي ، یو لوری د ولسواکۍ او بل لوری د اسلامواکۍ توغونه توغوي. حقیقت خو دا دی چې د هر لوري په وړو کې ښې ډېرې شګې شته ، خو اوس د تور او سپین معلومول ډېر وخت غواړي او اسانه کار هم نه دی. دلته د دوی پر بهرنیو ملاتړو بحث خبره اوږدوي ، خو دا دوه غټ لوري باید د اوسمهال د ترخو او نا عادلانه واقعیتونو په توګه ومنل شي. همدې لورو د ولس ژوند تریخ کړی او د غمیزې د غځونې سبب شويدي. 

اوس د حکومت لوری وايي چې طالب لوری دې لومړی اوربند وکړي او بیا وروسته ورسره د سولې خبرې کوو. له دې کار څخه د غني هدف دا دی چې طالب اوربند وکړي ، نو  د ده تر مشرۍ لاندې همدا حکومت به په همدې شکل او ان تر دې هم په زیاتې سرتمبګۍ دوام کوي او بل چې طالبان ان لنډمهالی اوربند هم وکړي ، نو کېدی شي د هغوی د لیکو ، جذبې او جبهې د کمزورۍ سبب شي، نو طالب مشران هېڅکله داسې بایلونکي حالت ته حاضر نه دي او نه یې بهرني ملاتړي داسې یو حالت غواړي. اوس حکومت د دفاع او طالب د تعرض په حالت کې دی ، که طالب تعرض و نه کړي، دا کار حکومتي  چارواکو ته یو غټ امتیاز دی، خو په مقابل کې بیا حکومتي چارواکي طالبانو ته څه ډول انډولیز امتیاز ورکوي؟  له بلې خوا که طالب همداسې جګړې او د غني حکومت همداسې د خپل واک غځولو ته دوام ورکړي ، نه یوازې دا چې دا حالت زموږ د زرګونو هېوادوالو د شهادت او د هېواد د ورانۍ سبب ګرځي، بلکې دا احتمال هم شته چې دا حالت د ټول نظام د پاشنې  تر بریده هم ورسېږي او یو ځل بیا د اویایمو کلونو سناریو تکرار شي . زموږ شریر ګاونډیان تیار همداسې یو حالت ته منتظر دي، چې طالبان د مجاهدینو او هېواد د هغوی د رقابتونو د وخت په شان، پر یو برخلیک اخته کړي ، نو ایا کومه داسې منځنۍ حل لاره هم شته او کنه چې هم د نظام اډانه روغه پاتې شي او هم سوله ټینګه شي؟ 

د هېواد د ژغورنې اساسي لاره همدا ده چې هم نظام خوندي شي او هم سوله راشي ، دا داسې هیلې او ضرورتونه دي چې د یو بل متمم دي، نه د یو بل مخالف او هېڅکله باید دیو بل پر ضد و نه کارول شي. نو اوس ښه لاره همدا ده چې له یوې خوا پر طالبانو فشار راوړل شي ، چې د نطام د فزیکې اډانې د بقا تضمین وکړي ، دا کار تر ټولو دمخه د سراسري اوربند په ټینګښت سره تر سره کېدلای شي.له بلې خوا غني او ټامي ټیم او ورسره راټاله  لنډغر او نور مفسېدین ، چې اوس د حکومت په اډانه کې د حکومت  په نامه مطرح دي، د ولسي فشار له امله دې اړ کړای شي، چې د چارو واګې پرېږدي، دواړه لوري دې د یو ټاکلي وخت لپاره د چارو واګې ناپېیلو او ثالثو افغانانو ته وسپاري ، هغوی دې د عادلانه ټاکنو لپاره لاره اواره کړي ، راتلونکو هېڅ ډول ټاکنو کې دې ځان نه کاندیدوي، بیا به  وګورو چې ټامي مفکرات ټاکنې ګټي او  که د جنت په مینه مست طالبان حضرات او یا هم ملتپال او هېوادپال افغانان؟ د دې درېیمې لارې په تعقیب او تحقق سره به حکومت  له غلو او مفسېدینو  او نظام به له پاشلو وژغورل شي او د دایمي سولې ټینګښت ته به هم لاره اواره شي.