د انرژي سيميز او نړيوال رقابت؛ د افغانستان په جگړې او سوله يې اغيز

کله چې په ۱۸مه میلادي بیړۍ کې د بخار ماشین رامنځته شو او د فرانسې صنعتي انقلاب نړۍ کې یو بدلون رامنځته کړ؛ د نړۍ صنعت په غوړیدا راغي لوې لوې کمپنې جوړې شوې او نړیوال اقتصادي رقابتونه شروع شول.

د نړۍ دا صنعت او فابریکې پر نفتو او تیلو ګرځیدې؛ د نړۍ د پرمختللو او صنعتي هېوادونو نفتي او طبعي زیرمې ډیر ژر ختمې شوې.

د نړۍ سترو صنعتي هېوادونو د خپلو فابریکو د چلولو او د خپل اقتصاد د پایښت لپاره نفتي زیرمو ته اړتیا درلوده؛ چې ددې اړتیاوو د پوره کولو لپاره نوموړو هېوادونو بلخصوص امریکا او اروپا پر هغه هېوادونو نظامي حملې وکړې چې د نفتو پراخې زیرمې یې درلودلې چې د افریقا ځیني سیمې لکه؛ الجزایر، لیبیا او د منځني ختیځ هېوادونه لکه؛ کویټ، عراق، بحرین او فلسطین ددوې د اهدافو لپاره مناسبې سیمې وې چې پر هغوې یې نظامي ځواک وکارولو او ځیني داسې هېوادونه چې نشوې یې کولې تر خپل نظامي ځواک لاندې راولي هغوي یې تر خپل سیاسي او اقتصادي کنټرول لاندې راوستل لکه؛ سعودي، عربي متحده امارات، قطر او داسې نور.

نو په اوس وخت کې د منځني ختیځ تیل او نفت نور په ختمیدو دي، چې د صنعت او فابریکو چلولو لپاره یې بدیله لار او وسیله طبعي ګاز ده؛ چې د مرکزي اسیا هېوادونه ددې انرژې پراخې او بډایه زیرمې لري؛ امریکا او غربي هېوادونو د نوموړ هېوادونو او زیرمو د تسلط لپاره پر افغانستان حمله وکړه پر سیمه کې یې رقابتونو او سیمیزو جګړو ته لار هواره کړه او د خپلو شومو اهدافو او پروژو د عملي کولو لپاره یې اسیایې شیطان او سرطان دانه (پاکستان) یې تاسیس کړ.

نړیوالې ترورستي ډلې یې سیمې ته ولیږلې او د نوموړو هېوادونو تر پولو یې ددې ډلو پر مټ جګړې ورسولې او په سیمه کې یې ویره او وحشت خپور کړ.

د امریکا او غرب دا سیاست او لوبې روسې، چین او ایران هم درک کړي او له دې حالت څخه ویره لري نو ځکه یې سیمیز ائتلافونه لکه شانګهاي او داسي نور منځته راوړل او په سیمه کې د امریکا او ناټو له حضور څخه ناراضه دي او ددوي د حضور ختمول غواړي. 

د امریکا او ناټو د پورتنیو اهدافو د لاسته راوړلو او د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو د پوره کولو لپاره افغانستان یو بهترین ځاي ده.

د افغانستان پراخې طبیعي منابع، جیوپولټیک موقعیت او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره پراخې سرحدي، مذهبي، کلتوري او تاریخي اړیکې هغه څه دي چې دوي پکې خپل حضور ته ادامه ورکوي او دا سیمه ورته یو ستراتیژیک اهمیت لري؛ او په افغانستان کې د خپل حضور لپاره دوي جګړو ته ادامه ورکوي.

امریکا او ناټو ددرېیو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي:

•    د مرکزي اسیا د هېوادونو د طبعي زیرمو او طبعي ګاز د لاسته راوړلو لپاره چې پورته مو ترې یادونه وکړه؛
•    د خپلو سترو رقیبانو روسې، چین او ایران کنترول او څارل؛
•    د نړۍ پر دریمې حیاتي منبعې (اوبو) باندې تسلط. 

اوبه هغه حیاتي او نه ختمیدونکې طبعي منبع ده چې د طبیعی ګازو څخه وروسته به د نړۍ فابریکې او صنعت پرې چلیږي.

چې ټولې نړۍ دا خبره درک کړې ده؛ افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونه ددې حیاتي منبعې تر ټولو ستره سیمه ده او امریکا هم د نوموړې منبع د تسلط او لاسته راوړلو لپاره افغانستان کې خپل حضور ته اړتیا لري.

نو تر څو چې د مرکزي اسیا د طبعي زیرمو، ګازو  او اوبو مسئله ختمه نشي نو افغانستان او سیمه به امن نشي او دا جګړه به نور هم زور واخلي او دوام به پیدا کړي.

دا چې له طالبانو سره اوس امریکا د سولې لپاره هڅې شروع کړي دا هڅې په حقیقت کې د سولې لپاره نه بلکه د یو نوي حکومت د منځته راتګ لپاره دي دداسې یو حکومت منځته راتګ چې ددوي تر بشپړ سیاسي او اقتصادي نفوذ لاندې وي.