نبيل: د غني او عبدالله حکومت ناکام دی 

روهي (نۍ/۴ د زمري)، د  د ملي امنيت پخوانی مشر او تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبيل د سياسي هوکړې په پايله کې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پر ګډ حکومت نيوکې کړې او ناکام يې بللی. 

رحمت الله نبيل نن ورځ کابل کې رسنيره ناسته کې خبرې کولې ويلي دي، چې اوسنی حکومت په خپلو چارو کې ناکام دی؛ هېواد کې فساد، قومي تعصب او بې عدالتي اوج ته رسېدلي دي. 

نوموړي د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه غوښتي دي چې د ملي شورا د يو شمېر غړو سره يو ځای په مستقيم ډول طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ملېشه ځواکونو له خوا د نوي تاسيساتو جوړو کې معامله شوې ده، چې حکومت يې بايد ځواب ورکړي.