اکسفورډ پوهنتون د کرونا ويروس ضد بريالی واکسين جوړ کړ 

روهي (درې نۍ/۳۱ د چنګاښ)، د بريتانيا اکسفورډ پوهنتون د کرونا ويروس ضد واکسين څو مياشتې وړاندې جوړ کړی وو چې اوس يې بريالۍ پايله ورکړې ده. 

دغه واکسين نېږدې دوه مياشتې وړاندې زرو کسانو ته ورکړل شوی وو او اوس مالومه شوه چې د تجربه شوي کسانو کې انټي باډي جوړه شوي او د وينې سپين کرويات غښتلی شوي دي، چې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کولی شي. 

دغه واکسين ته ChAdOx1 nCov-19 نوم ورکړل شوی دی او جانبي عوارض هم نه لري. ChAdOx1 nCov-19 واکسين خوندي او بريالی واکسين بلل شوی دی. 

دغه واکسين همدا روان کال په نړيواله کچه پلی کيږي، خو ښايي د نړۍ ټولو هېوادونو ته د همدې کال په جريان کې ونه رسيږي.