ولسمشر غني: که چا د ملي (دسترخوان) پیسو کې فساد وکړ له پښو نه یې ځړوم

روهي ۰نۍ/۲۸ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د حکومت له خوا د ملي دسترخوان پروګرام پرانېسته وکړه. ولسمشر غني نن ورځ دغه پروګرام ولسمشرۍ ماڼۍ کې پرانېست. 

داسې اطلاعات ورسېدلي چې یو شمېر ولسوالانو هڅه کول، د دغه پروګرام یوه برخه پیسې دوی ته ولاړې شي.ن وموړي زیاته کړه چې دا کار نه یوازې له بېوزلو سره خیانت دی بلکې له خدای ج سره خیانت دی.

نوموړي زياته کړې، "له یو څو ځایونو راته خبرتیا رسېدلې وه چې یو شمېر ولسوالانو غوښتل چې یوه برخه د پیسو دوی ته ولاړه شي،که مخ مي دي ولیده له پښو نه مو ځړوم. د بېوزلو له پیسو نه چې څوک ورته ګوري چې خپل جېب کې کېږدي،دا نه یوازې له ولس سره خیانت دی بلکې له خدای ج سره هم خیانت دی."

افغان ولسمشر ويلي دي چې د ملي دستر خوان په پيسو کې خيانت نه یوازې له بېوزلو سره خیانت دی بلکې له خدای ج سره خیانت دی.