هېواد کې د کرونا ويروس ۱۵۹ نوې  پېښې ثبت شوې

روهي (جمعه/۲۷ د چنګاښ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ ۱۵۹ نوې پېښې ثبت شوې دي. دې سره ټولې مثبتې پېښې ۳۵۲۹۹ ته ورسېدې، چې له دې ډلې يوازې لس زره او ۸۷۴پېښې فعالې دي. 

له تازه پېښو کابل (۱۰۹)، هرات (۲۰)، غور (۱۱)، پکتیا (۴)، تخار (۴)، پنجشیر (۳)، کونړ (۲)، لغمان (۲)، وردګ ميدان (۱)، پروان (۱)، ننګرهار (۱)، او لوګر کې يوه پېښه ثبت شوې ده. 

تېرې یوې شپې او ورځ کې ۳۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي، چې ۲۲ په کابل، ۶ په لوګر، ۳ کاپيسا او يو په هرات ولايت کې دی. 

که څه هم اوس مهال کابل او ولايتونو کې ګرځبنديز پای ته رسېدلی دی خو بيا هم د تېر په پرتله د کرونا ويروس د مثبتو پېښو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.