ښه کارونه؛ ښې پايلې لري

د خپګيان، درد، جدايي، وېرې او ناکامۍ لامل هر وخت ناسم کارونه وي او ناسم کارونه زمونږ او ستاسې ذهنونه د څه وخت لپاره ويجاړولى هم شي؛ همدارنګه د ناسمو کارونو په کولو سره ستاسې ليدلورى هم ناسمو لارو ته سوق کېږي.
 
 
راځئ! د ناسمو کارونو پر ځاى سمو کارونو ته مخه وکړو، ځکه ناسم کارونه هيڅ وخت زمونږ په ګټه نه تماميږي، نو ولې ناسم کارونه وکړو؟
راځئ چې ښه کارونه وکړو ځګه ښه کارونه ښې پايلې لري. اوس پوښتنه را ولاړيږي چې : کوم کارونه کول ښې پايلې لرلى شي؟
لاندې کارونه کول، کېداى شي ستاسو لپاره ښې پايلې ولري:
 
                             مطالعه وکړئ!
مطالعه نه يواځې ستاسې مسلک ته ګټه رسوي بلکې ستاسې ژبې، اړيکو، مفکرو، کارونو، ټولنې، ليد لوري ته هم ګټه رسوي او سره له دې تاسې ته د ښه ژوند کولو لارې چارې ښيي.
 
دمطالعې په باره کې يو ورځ يو کس راته ويل : دومره زيات د کتابونو لوستل څه کوې؟ ما ويل: غواړم په هر برخه کې معلومات زيات کړم. زما خبره يې را لنډه کړه، ويل يې: يواځې د معلوماتو زياتولو لپاره ته دومره مطالعه کوې؛ پرېږده!

ځواب مې ورکړ: کتابونه يوځې د معلوماتو زياتولو لپاره نه مطالعه کوم، بلکې د ژبې د فصاحت، د لغاتو د ذخيرې د لا پياوړتيا، د سمې او ناسمې لارې ښودلو، د حق او ناحق پېژندلو، د ذهن د لا پياوړتيا او د ښه ژوند کولو په پاره يې مطالعه کوم.

کله مې چې دا خبره مقابل لوري ته وکړه نور يې هيڅ هم ونه ويل، بنده خوله پاتې شوه.

په ريښتيا هم مطالعه کول يواځې معلومات زياتول نه دي. مطالعه کول ډېرې ګټې لري، چې څو ګټې يې لاندې بيانوم.
 
مطالعه کول د ژبې فصاحت زياتوي.
مطالعه کول د ويناوالى لارې چارې در ښيي.
مطالعه کول له خلکو سره د مينې او ښه چلند کولو لار در ښيي.
مطالعه کول تاسې ته د برياليوو کسانو رازونه ښيي.
مطالعه کول ستاسې ذهن ته ارام ورکوي.
مطالعه کول سمه او ناسمه لار در ښيي.
مطالعه کول ستاسې ذهن تغذيه کوي او د نويو فکرونو په پاره مواد در کوي.
مطالعه کول مو د لغاتو ذخيره پياوړې کوي.
همدارنګه مطالعه کولو سره ستاسې ذهن ته نوې نظرې درځي ...
 
                      ښه ملګري پيدا کړئ!
کله کله داسې وخت راځي چې د کارونو د حل لارو په پيدا کولو نه بريالي کيږو، خو امکان شته چې ښه ملګري د کارونو د حل لارو په پيداکولو کې اغېزمن شي.
 
دا ياد ساتئ ښه ملګري پيدا کول ستاسو لپاره ښې پايلې لرلاى شي، نو ښه ملګري پيدا کړئ او ښه ژوند وکړئ.
 
د ښو ملګرو په پيدا کولو سره ستاسو شخصيت کميږي نه، بلکې لوړ کيږي. ځکه ښه ملګري د شخصيت جوړونې په برخه کې غورا اغېزمن تماميدلى شي.
 
                    له نورو سره مرسته وکړئ!
د پکتيا پوهنتون دروند استاد خالد حبيب کيسه کوله: يوه نږدې ملګري راته يو ورځ ويل: (( د شخصي پوهنتون له يو زده کړيال سره مې د پوهنتون د څلورو کلو د داخلې / فيس مرسته وکړه. څو کاله وروسته همدې هلک راته زنګ وکړ. ډېر خوښ ښکارېده، ويل يې: اوس ډېر ښه ژوند لرم او د ښه ژوند تېرولو سره ـ سره ښه دنده هم لرم. په پاى کې يې دې خبرې ډېر خوښ کړم چې راته يې وويل: استاد محترم! هغه کسان را وپېژنه چې د زده کړو په پاره لګښت نه لري. ما هم يو څو کسان ور وپېژندل چې د لګښت له وجې يې زده کړې نيمګړې پاتې وې.))

ښه وکړئ چې مقابل کې ښه در سره وشي. اصل خبره مې دا کوله ځينې وخت ستونزمن کسان د لاس نيونې او لارښوونې په پاره څوک نه لري، چې د ستونزو په پاره حل لار او لارښوونه ورته وکړي.

راځئ چې تر خپل توان پورې د ستونزمنو خلکو لاس نيوى او لارښوونه وکړو!
 
                            مشوره وکړئ!
بريالي خلک هغو کسانو ته مشورې ورکوي، چې مشورو ته لېوال او نوي شيان د خپل موضوع اړوند زده کول غواړي برعکس هغو کسانو ته مشورې نه ورکوي چې مشورې غوښتونکي نه وي او همدارنګه د خپلې موضوع اړوند څه زده کول نه غواړي.

هر کار مو چې مخکې وي په اړه يې له ملګرو، کورنۍ او مشرانو مشوره واخلئ، ځکه د مشورې په کولو سره ستاسې ذهن کې د کار په اړه نوې مفکورې او حل لارې پيدا کيږي او لا مو کارونه اسانه کيږي.
 
          له ښو خلکو سره ناسته او ولاړه وکړئ!
له داسې خلکو سره ناسته وکړئ، چې ستاسو قدر او عزت کوي.
يو ليکوال ليکلي: (( کوم ځاى کې چې ستاسې قدر او عزت نه وي، هلته ستاسې له شتون نه؛ نه شتون غوره دى.))
 
ښو ځايونو کې ناسته او ولاړه ستاسو ژوند ته بدلون در کوي. کوښښ وکړئ چې له سمو او د کار خلکو سره ناسته او ولاړه وکړئ، ځکه ښه خلک تاسو ته ښې لارې چارې در ښيي او تل مو ښو لارو ته لارښود کوي.
 
همدارنګه ښه خلک مو په برياوو خوښي څرګندوي او د کارونو په اړه ښې مشورې در کولاى شي، خو برعکس ناسم خلک بيا ستاسې د برياوو مخه، ذهنيت او ځينې کړنې مو در ويجاړولى شي...
 
                  د نورو خلکو درناوى وکړئ!
(د نورو درناوى وګړئ، چې هغوى ستاسې درناوى وکړي)
ځان چې څومره قدرمن ښيې، نور هم د ځان په شان قدرمن احساس کړئ، ځکه که تاسې نور خلک د درناوى وړ حساب نه کړئ هيڅ کله به تاسې د نورو خلکو په منځ کې قدرمن نه شئ.