سوډان اسلامي هېواد دوه تازه پرېکړې کړي؛ ۱- غېر مسلمان دې په ازاد ډول شراب څښي، ۲- د اسلام پرېښوودل نور جرم نه دی 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د افريقا لويه وچه کې پروت د سوډان په نوم هېواد چې نېږدې ۴۲ مېلېونه وګړي لري چې ۹۷ سلنه يې مسلمانان دي. 

د دغه هېواد عدليې وزير په قضايي سېسټم کې يو شمېر نوي بدلونونه رامنځ ته کړي دي. په تازه دوه پرېکړو کې دغه هېواد کې د غېر مسلمانانو لپاره په عامو ځايونو کې د شراب څښلو اجازه او همدا ډول د اسلام مبارک دين څخه د يو کس منحرف کېدل جرم نه دی. 

د يادو پرېکړو پر اساس که چې يو مسلمان د اسلام دين پرېږدي او بل دين ته لاړ شي، نو دا کوم جرم نه شمېرل کيږي او کفار هم ورته نه ويل کيږي.