د پکتیا نوي والي محمد حليم فدايي ته پرانیستی لیک!

د پکتیا نوي والي محمد حليم فدايي ته پرانیستی لیک!
سلامونه او ښې چارې!
فدایي  صیب پکتیا ته  ښه راغلاست  له ښه راغلاست وروسته  په نوې دنده کې درته د زړه له کومې د بریا هیله کوو.هیله مو  ده چې ستاسو په ټولنیزو رسنیو او انټرنیټي صفحو کې بې سارې فعالیت ته په کتو  به زما دا لیک مخامخ او یا هم  ستا له خواخوږو له خوا درته ورسیږي.
 
ستاسو تر راتګ وړاندې زما په شمول د ګڼو خواخوږو  پکتیاوالو سره دا نديښنه وه چې د بخت مرغه به د چا په سر کیني او پکتیا  ته به د والي او د ولسمشر د ځانګړي ولایتي استازي په توګه څوک رازي.
 
ستاسو تیرو ماموریتونو ته په کتو موږ لپاره به اوس دا وختي وي چې تا مدبر او کامیباب یا خداي مه کړه ناکام والي وبولو،  خو ژمنه درکوو چې پکتیاوال مو په هغه کارونو کې درسره پوره ملتیا کوي چې د پکتیا ګټې پکې په ریښتینې مانا خوندې وي.
 
پکتیا ته په راتګ سره د لاندې مشحصو کټګوریو خلکو سره تر پوره پامه باید کار واخلئ.
 
۱: قومي مشران:  دلته پکتیا چې د مرکو او جرګو ټاټوبی یادیږي خو اوس راپاتې شویو مشرانو  دغه د مرکو او جرګو  حیثیت هم  ننګولی ،  د قومي مشرانو   غیري قانونې  غوښتنو ته باید تسلیم نه شي چې د پکتیا حیثیت  وپلوري او باجه ګیرې وکړي، له دغو ډله خلکو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې له ژور تدبیره کاره واخله.
 
۲:  مدني فعالان :  پکتیا کې  مدنې فعالیت  په دغو وروستیو کلنو کې بې ساری دی  او موږ یی د بدلون او مثبتو نتیجو بیلګې هم لرو. خو ټولو هم  مدنیت ته دی تعقیب کړی  بعضې  مدني فعالان شته چې تل  یې مدنیت تر سیاست او شخصي ګټو  قرباني کړی . دوی د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندې،  باجګیري کړی . دوی له  چارواکو نه تل  باج اخیستی  . که  باج یې نه دی ورکړی  ،  ناروا منفي تبلیغات یې پسې کړي . دا ډول کسان او ریښتني مدني فعالانو ترمنځ  سم تفکیک وکړی  او   تاسي داسي هم  مه کوي چې ټول په یو تله کې وتلي او د هغې ډلې او دغې ډلې پیغور ورکړی د پیغور پر ځاي دواړه ډلې  تفکیک کړه  او د ریښتینو مدني فعالانو سالمې غوښتني او وړاندیزونه یې  واوره او تله وخت ورکړه.
 
۳: فرهنګي مافیه : په پکتیا تر بل هر وخت اوس د بیان آزادي محسوسیږي  نو  د وروستیو لسیزو دغه یوازینی لاسته راوړنه کې بعضي په صرافانو جعلي نوټونه تیروي او دبیان د آزدی نه سوه استفاده کوي بعضي له چارواکو باجه اخلي که باجه ورنه کړي  در پسې منفي تبیلغ کوي او تر فشار لاندې دې  راولي د دغې فرهنګې مافیه لاسونه تر لوړو پوړو چارواکو پورې رسیږي نو دغه ډول خلکو سره مبارزه وکړه موږ ریښتني د پکتیا ګټو ته ژمن ځوانان  دې په څنګ کې دي.
 
 بل  دلته پکتیا کې بعضې   ژورنالستان هم یوه خاصه  حلقه لري  او  باجګیري کوي  او د خپلې مقدسې دندې نه  سؤ استفاده کوی.  له دوی سره هم په احتیاط قدم پورته کړه،   خو یادونه باید وکړم چې دغه برخه کې بعضي محلص ملګرې هم شته  خو هغه د ګوتو په شمار دي.
 
۳: په سپینه جامه کې دړماران : د دیني عالمانو نوم به نه ورکوم چې د ریښتینې  او باور وړ اشحاصو په حق کې مو ګستاخې نه وي کړي  دغه په سپینه جامه کې دړماران هم ډیرې بدې شوکې کوي هیله ده ته یی په سپین لباس او تور پاج  غلط نه شي او له ټاپو  ونه ډار شي اوس وضعیت په بشپړ ډول بدلون کړی  او پکتیاوال ویښ شوي.
 
کله چې دې پورته کټګوریو خلک تر خپل فلتره تیر کړل نو، له هغې وروسته  ستا د  مسوولیت او لومړیتوب  دوره شروع کیږي.
 
ته  به هم خپل کاري پلان او لومړیتوبونه لري خو د یو پکتیاوال په توګه ستا د پلانونو د ښه ترسراوي کې مرسته درسره کولای شو او در په زړه کوو چې په پکتیا کې ستاسو لپاره او ستاسو دکامیابۍ  لپاره لومړیتوبونه کوم کوم دي؟
 
ستاسو په واکونو او صلاحیتونو پوهیږو او ویلي شو چې په اکثرو  ساحو کې د والي صلاحیتونه نهایت محدود دي
‌ ستاسو په اختیار کې کاملآ   پراختیایی بودیجه نشته چې د سیمې د اړتیاو او لومړیتوبونو په نظر کې  نیولو سره انکشافي کارونه پیل کړی په ادارو کې مو د تقرر په هکله هم صلاحیتونه محدود دي، د پوهنتونو او ښوونځیو  په بهبود کې هم د والي صلاحیتونو محدود شوي   خو هغه کارونه او صلاحیتونو چې ته پکې په بشپړه ډول خپلواک یی ستا مخ ته ږدم هیله مو ده چې  په کاري لومړیتوبونو کې یی ونیسی.
 
۱:  امنیت:
  ستاسو تر راتګ پورې  تراوسه  دلته د نظامي شورا ترمنځ  هیڅ ډول  همغږي  نه شته   د ولسوالیو د  امنیت  لپاره د قوتونو د  ارزونې  انډول په پام کې  نه دی  نیول شوی .  په پکتیا کې  تاسو د ولایتي   نظامي شورا د رئیس په حیث مکلفیت لری چې  د امنیتي، کشفي او استخباراتي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ  لامل شی او دغه همغږي  تنظیم او غښتلي کړی.
 
۲: فساده:
 فساد د ټولنې  د بی ثباتې  او وروسته پاتې عامل دی اود پکتیا د وروسته پاتې والې  لوي عامل هم فساد دی فساد  یوازې غلا او چور نه دی  موږ یی په ټولنه کې ډیر ډولونه لرو.
 
په اداره کې ناغیړې،  کارونه د شخصي موخو او هدفونه لپاره ځنډول، ملګرو او دوستانو ته لومړیتوب، رشوت اخیستل، رشوت ورکول ، شحصیت وژنه، کمیشن کارې کول، د  قوم په  نوم د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخیستنه ، نو هیله مو ده والي صیب چې په دغه برخه کې خپلې تجربې په کار واچوي.
 
۳: کمزوري حکومتولي:
د هرې ادارې  لپاره د حکومتولۍ د ښه کېدو اصل  مهم دی، حکومتولي تصمیم نیونه او خلکو ته حساب ورکونه ده   دلته په حکومتولۍ خلک بې باور شوي دي.  سیستم نشته،  د حکومتولۍ او سیستمونو رغونه د پکتیاوالو جدي  اړتیا  او غوښتنه ده.  که کوم سیستمونه وي هم موثر ګټه اخیستنه ترې نه ده شوي  د ښې حکومتولۍ په  اډنه کې د ولس ونډه مهم ده خو شروع او لومړیتوب د دولتي ادارو  کار دی او په دغه برخه کې ستاسو توجو غواړو جناب والي صیب.
 
۴: انکشافي پروژي: 
 د زرمت د سړک او مچلغو  د بند په مورد خو به تاسو حتمآ  ژمنې د تیرو چارواکو اوریدلی وي  او بل تاسو په جریان کې یاست چې دا دوه حیاتې پروژې په تیرو ۱۹ کلونو  کې تل  د پکتیاوالود   غولولو  لپاره کارول شوي او انتخاباتې کمپاینو په وخت کې ترې سیاسي استفادې وشوي دغو لویو پروژو د تعقیب برسیره   په تېر څو  کلونو کې په سلګونه نورې  پروژې د پکتیا  په بېلابېلو ولسوالیو کې عملا پیل شوې. اکثره د دغه پروژو کارونه د بېلابېلو عواملو پر اساس ولاړ دي . د ځینو نه  ملکان سهم غواړي ، ځینې د شرکتونو د فساد له امله سرته نه دې رسیدلی او ځینو ته  محلي چارواکو جیبونه نیولي  او پروژې نه عملي کیږي.
 
هیله ده  د دغو  پروژو لیست ترتیب او د مهال ویش لمخې یې   په خپلو لومړیتوبونو  کې ولرئ.
 
۵:  د ځنګلونه بیا رغونه:
 پکتیا د  جلغوزیو، چارمغزو او طبیعي ځنګلونو   څخه برخمن ولايت  دی ، چې د دغو ځنګلونو  ډیری برخې د کورنیو جګړو،  د عامه پوهاوي نشتون ، قومي ویش، له وجې له منځه تللی دي  او په بیارغونه کې یی نه پخوانیو والیانو او نه  هم مرکزي حکومت د پام وړ څه کړي   هیله مو ده چې د ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار خپلې  هلې ځلې تنظیم کړی  او  د ځنګلونو د ساتنې او بیا احداث په پار د عامه پوهاوی کمپاین په لاره واچوی.
 
۶: ښاري پراختیا:
  په ۱۳۹۴ کال د مرغومي په میاشت کې د  د ښار ي پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري  پکتیا ته په خپل سفر کې دپکتیاوالو  سره د ګردیز ښار  د ماسټر پلان  د ژر عملي کیدو ژمنه ورکړه.  خو تر نن یې  څرک نه شته د ولسمشر خبره چې دا  نه ماسټر ده او نه هم پلان ده.   د ګردیز ښار  برسیره د  ولسوالیو لپاره هم   منظم  پلان نشته  ،  د صنعتي پارکونو  کارونه تر دې مهاله ځنډیدلي ، د ګردېز ښار لپاره د پاکو اوبو رسولو سيستم غیر منظم دي او همداشان د ځمکو  غصب  هم د ښاري پراختیا سره تړلی مسله ده  هیله موده لکه څنګه چې په تیرو اوونیو کې د افغانستان ۵ لویو ښارونو لپاره پلانونه ترتیب شول پکتیا هم  ترې برخمنه کړی.
 
۷: ډنډې پټان لارې  ترانزیټ :
د پکتیا مرکز ګردیز او ډنډې پټان تر منځ غځېدلې لار لنډه ،اقتصادي او د جغرافیایې موقعیت له لحاظ اسانه او مهمه لار ده تر څو سوداګر په اسانۍ خپل مالونه په کم مصرف تر مرکز کابل او نورو ولایتونو ورسوي. نو یاده لار دې ترانزیټ شي
پکتیاوالو د غلام خان بندر په څیر د ډنډې پټان لارې ترانزیټ غواړي  هیله مو ده  چې خپلې هڅې ونه سپموي او په اغېزو یې تاسې خبر یاست چې د لوي پکتیا او جنوب ختیځ زون د خلکو پر اقتصاد څومر ژور اغیز پریباسي.
 
۸: د تېرو ژمنو تعقیب:
 کابو درې کاله وړاندې د  ۱۳۹۶ کال د تلې  د میاشتې په ۳۰مه نېټه پکتیا ولایت له دوهمې، لومړۍ درجې ته ارتقا کړې، خو تر اوسه د لومړۍ درجې امتیازات نه‌دي ورکړل شوي.  پخوانیو  والیانو  په کلکه له مرکزي ادارې د امتیازاتو غوښتنه نه‌ده کړې او وزارتونو په دې ولایت کې خپلو اړوند ریاستونو ته د لومړۍ درجې د امتیازاتو پر اساس بودجه او تشکیل نه‌دی ورکړی.
 
 بل  پکتیا کې تر یو نیم میلیون پورې نفوس ژوند کوي  خو سهمیه  د ۵۰۰ زرو ورکول کیږي چې دغې  کمې سهمی  د پکتیا په روغتیایې، امنیتې ، اقتصادي،  او سیاسي، برخو ژرور تاثیر پریښودی هیله موده چې وخت په وخت د مرکزي ادارې سره  دغه ستونزه شریکه کړئ.
درنښت