ولې امریکا د افغانستان د روان سیاسې کړکیچ او نا امنیو حل نه غواړي؟

لومړی خو باید د تاریخ دې لنډو مقطعاتو ته کتنه وکړو او هغه داسې؛ کله چې په ( ۱۹۹۰) م کال کې د دوه ایډیالوژیو کمونیزم او کپیټلیزم ترمنځ سړه جګړه عملاً پای ته ورسیده او شوروي اتحاد شکست وخوړه او امریکا په نړیوالو اړیکو کې د یو قطب او هیجمونیک هېواد په حیث ظهور وکړ، نو د شوروي له نسکورېدو سره امریکا پدې هڅه کې شوه ترڅو په نړۍ کې یو قطبي نظام وساتي، یا هم په نړۍ کې نوی نظم رامنځته کړي او یا هم لږ تر لږه په نړۍ کې یوه امریکايي سوله رامنځته کړي،تر څو هلته ټول ابر قدرتونه دامریکا تر تاثیر او کنترول لاندې وساتل شي.

د دغه کار لپاره امریکا په نړیواله کچه  داسې مانورونه یا نخچې په دومره مهارت سره طرحه کړلې، چې  هیڅ یو هیواد دامریکا سره دسیاست او دیپلوماسۍ په ژبه د دلیل ویلو فرصت ونه موند او همداسې په چپه خوله د امریکا د نړیوالې حکومتوالۍ تر څار او کنترول لاندې واقع شو.

بله دا چې غربي لیبرل پانګوال رژیمونو ته چې په رأس کې یې امریکا متحد ایالات قرار لري، مادیات تر هرڅه مقدم دي او خپلو بهرنیو پالیسیو کې ورته د لومړیتوب پر اصل قایل دي. نو د امریکا تدابیر او موخې له وړاندې د نړۍ پر انرژیکي منابعو تسلط حاصلول و.
دنړۍ پر انرژیکي منابعو د تسخیر لپاره او هغوۍ ته د بلاعوضه لاس رسي لپاره امریکا دوه کارونه ترسره کړل.

لومړی یې دملګرو ملتونو سازمان ته ډیر واک او اختیار ورکړ ترڅو دامریکا سره په نړیواله کچه د موخو په تر لاسه کولو کې اساسي نقش او رول ولوبوي،ځکه هغه وخت ملګرو ملتونو سازمان د امریکا د سیاست په چوپړ کې و.

دویم یې په ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په ۱۱ نړیوالو سوداګریزو برجونو باندې برید وکړ. چې په نړۍ باندې د تسخیر او تسلط لپاره یې دیو مشروع دلیل په وړاندې کولو سره دغه واقعیات سرته ورسول.

چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې د القاعده او پر عراق کې دصدام حسین رژیمونه د ښکار سبب وګرځیدل. دغو بریدونو ته داسې دلایل تراشل شوي و چې په افغانستان کې القاعده او پر عراق کې دصدام حسین رژیم د امریکا ملي ګټو ته ستر ګواښ پېښ کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا امریکا افغانستان ته پاملرنه نه کوي؟
پورته پوښتنې ته د ځوابوینې لپاره  د امریکا متحده ایالتونو بهرنی سیاست په دوه دورو ډلبندي کولای شو. لومړۍ دوره: دامریکا متحده ایالتونو له جوړیدو څخه تر ۱۹۴۲ م کال پورې د امریکا بهرنی سیاست یادولی شو.

چې پدغه وخت کې امریکا متحده ایالات د عدم مداخلې یا د ګوښه توب( انزواګرایۍ) سیاست غوره کړی و. ځکه امریکا تر دغه وخته پورې له هیڅ هېواد څخه سیاسي او اقتصادي غوښتنې نه درلودې او نه کوم هېواد د امریکا ګټو ته ګواښ پېښ کړی و.

خو کله چې دویمه نړیواله جګړه کې جاپان دامریکا په خاوره کې مداخله وکړه او ددې هېواد پر ګټو یې تېری وکړ، نو د امریکا ولسمشر ویلسون کنګره کې وویل، دا سمه ده چې امریکا دنورو هېوادونو څخه  سیاسي او اقتصادي تقاضاوې نه لري ،بلکې نور هېوادونه وجود لري  چې د امریکا متحده ایالات ګټې وګواښوي. چې په پای کې یې کنګره پر دې ډاډه کړه چې باید په دویمه نړیواله جګړه کې مداخله وکړي.

بلاخره له(۱۹۴۲) م کال وروسته د امریکا په بهرني سیاست کې بدلون راغی. او پدې هېواد کې د عدم مداخلې سیاست   پر نړیوالې مداخلې واوښت. او له دې وروسته امریکا د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د خپلو موخو او ګټو پسې په لټه کې شوه چې په نتیجه کې یې افغانستان لومړی د ښکار سبب وګرځید.

ولې افغانستان دیرغل ښکار وګرځید؟
تر ټولو لومړی: د هیواد جیو ستراتیژیکي او جیو پولیټیکي اهمیت یادولای شو.
ځکه جغرافیه د هرې سیمې یا هېواد پر سیاست باندې سختې اغیزې لري. او افغانستان هم د ورته حالت یوه بېلګه ده، دا هېواد په وچې پورې تړلی، د مرکزي اسیا،جنوبي اسیا  او لویدیځې اسیا ترمنځ محاط یو هېواد دی او دیو شمېر باندینیو ترانزیټي شبکو باوري لاسرسي ته اړتیا لري.

له همدې کبله زبرځواکونو یا بهرنیو ځواکونو تل د افغانستان په چارو کې دنفوذي رول درلودلو لپاره هڅې کړې دي.

خصوصا امریکا غواړې تر څو دافغانستان له جیو ستراتیژیکي او جیوپولیټیکي موقعیت څخه موثره استفاده وکړي. ځکه د سپټمبر یوولسمې پېښه  یوه بهانه وه چې د امریکا په پراختیا غوښتونکو غوښتنو یې پرده واچوله. له شک پرته چې امریکا هم د نورو لویو ځواکونو په شان د ځینو سیمو او هېوادونو پر جیوپولیټیک اهمیت خبره ده. امریکا ته دا واقعیت معلوم وو،چې د هېوادونو ځواک او لویوالی پدې کې دی، چې پر څومره سیمو کې نفوذ لري او په نړیواله کچه د خپلو کړنو څخه څرنګه نوی انځور وړاندې کوي.

نو د سپتمبر له یوولسمې وروسته امریکا پدې خاطر پر افغانستان برید وکړ چې افغانستان غوره جیوپولیټیکي موقعیت درلود. ځکه افغانستان د امریکا له پخوانیو او اوسنیو سیالانو او رقیبانو سره ګاونډي هېواد دی.

که څه هم په هېواد کې اوضاع، حالات او شرایط کړکېچن دي خو بیا هم امریکا په سیمه کې لومړیتوب افغانستان ته ورکړ او دا هېواد یې وټاکه.امریکا غوښتل د دې هیواد له جیو پولیټیکي موقعیت او پولو څخه استفاده وکړي او له دې ځایه خپل پخواني او اوسني سیالان او رقیبان  ایران، روسیه او چین کنترول کړي. چې په شرقي بلاک او اسیا کې دغه هیوادونه اوسمهال د امریکا نړیوالې حکومتوالۍ او هیجمونیکي ته ستر خطر او چلینج دي.

چې د افغانستان د جیو پولیټکي او جیو ستراتيژیکي موقعیت د اهمیت له وجې دا هیواد داخلي،سیمیزو او نړیوالو سیالیو او کشمکشونو ډګر ګرځېدلی دی چې دافغانستان د بحران د لازیاتوالي سبب شوي او افغانستان یې د پرله پسې سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ستونزو او نا امنیو سره لاس په ګریوان کړی دی.
 
دویم په اقتصادي لحاظ:
افغانستان امریکا ته خاص د اهمیت وړ دی هغه داسې؛ د پانګونې لپاره نوې ځای دی،د پام وړ منابعو شتون لکه نفت، ګاز یورانیم.... همدارنګه  دمنځنۍ اسیا د نفت او ګاز د لېږد رالېږد سیمه ده.

امریکا ته ګټه لري او پدې پوهیږې چې نفت او ګازو پورې دنړۍ اقتصاد تړلی دی،د انرژۍ لېږد باید بېلا بېل لوري ولري،همدارنګه نفت، ګاز... د اقتصادي اغیزمنتیا لاملونه دي چې پر نړیوال سیاست اغېزه کوي او همدارنګه دنړۍ پر انرژۍ کنترول د واک او ځواک یوه مهمه نښه ده. نو د همدغه اقتصادي موخو د بر اورد لپاره ناټو چې په رأس کې یې د امریکا متحده ایالات قرار لري،په هیواد کې یې دپراخو اقتصادي موخو شتون د پراخې نا امنۍ او بې ثباتۍ سبب شویدی.

همدارنګه افغانستان په فرهنګي او تمدني لحاظ هم دامریکا دپام وړ ګرځېدلی دی. دا هېواد دریو فرهنګي او تمدني حوزو په زړه کې حضور لري او په دې دریو فرهنګي او تمدني حوزو اغیز او تسلط دناټو او امریکا اصلي موخه ده  چې دچین بودیزم، دهند هندویزم او د منځني ختیځ اسلام دی.

چې د شوروي د شکست څخه وروسته  اسلامیزم د غربي نړۍ لخوا د یوازینې رقیب په توګه په ټوله نړۍ کې تشخیص شوی دی. چې امریکا غواړې په افغانستان کې دغه اسلامپاله،بنسټ پاله او افراطي ډلې کنټرول او لمنځه یوسې کومې چې په سیمه او هېواد کې د امریکا اوږدمهاله او لنډمهاله  موخو او ګټو ته ستر ګواښ پیښوي.

همدارنګه بل مهم عامل دافغانستان له ګاونډیانو سره د امریکا مجازي ګاونډي توب هم یادولی شو تر څو دغه هېوادونه په پټه توګه کنټرول کړي او دهغوۍ نظامي تاثیرات را کم کړي.

نو لنډا دا چې پورته عوامل د دې سبب ګرځیدلې تر څو امریکا په افغانستان کې د دایم لپاره پاتې شي، تر څو له یوې خوا دغه هیوادونه دامریکا امنیت ته ګواښ نشې او پر هغوۍ د احتمالي برید لپاره  هغوۍ ته نیږدې نظامي هډې ولري، او له بلې خوا څخه دغه هیوادونه د منځني ختیځ او فارس خلیج حوزو ته داخل نشې تر څو د نړۍ پر انرژۍ تسلط حاصل نه کړي او له بلې خوا څخه د روسیې،چین،ایران افغانستان، پاکستان  د اړیکو رسۍ پر خپلو لاسونو کې واخلي او پر خپله ګټه یې وڅرخوي.

او په ورته وخت کې کوشش کوي تر څو افغانستان کې ( ریفارم) او ( ریکنسټرکشن) له بنیاده ونشي تر څو همداسې دامریکا مرستو ته محتاج پاتې شي.

بلکې ځینې سیمیز او نړیوال قدرتونه شتون لري چې د امریکا دغه ډول غېرې عادلانه کړنو او موخو په دوام راضي نه دي او تل خپلو ټاکلو افغاني اجنټانو ته د وسلو او پیسو ډک صندقونه استوي چې له امریکا او غربي نړۍ سره تر وروستۍ لحظې وجنګیږي.

نو تر هغې چې امریکا په تمامه معنا افغانستان کې خپلو ګټو او  موخو ته نه وې رسیدلي همداسې به په هیواد کې د جګړی اور په مستقیم او غیرې مستقیم شکل  ګرم ساتي.
او وخت ناوخته به دامنیتي تړون مذاکرې او دسولې روان بهیر دخپلو داخلي او خارجي لاسپوڅیو په واسطه سبوتاژ کوي، ترڅو افغانستان د تل لپاره له یو ازاد، مستقل، متحد او سولیزې دولت له جوړیدو څخه محروم او په غربي نړۍ همداسې تکیه پاتې شي.

خو په نړیواله کچه  اوسمهال امریکا د بې عدالتیو پر وړاندې نړیوال عامه افکار په سرعت سره روان دي. او د نړۍ اکثره هیوادونو د امریکا پر وړاندې تنفر زیات شوی دی او نن صبا د نړۍ اکثره خلک او هیوادونه د امریکا پر خلاف Anti_Americanization را ولاړ شوی دي.

او دغه چاره به په تاریخ کې د امریکا په شرمیدلې ماتې سره ثبت شي او داسې یو نظم به په نړۍ کې راشي چې هلته به د ټولو قدرتونو ترمنځ د قدرت انډول، حیثیت، وقار په برابر او مساوي ردیف کې قرار ولري او ټول وروسته پاتې او پر مختللې هیوادونه به په سر خلاصې او ازاده فضا کې د ارامۍ ډاډ او اطمینان ساه واخلي.