روغتيا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۴نوې پېښې ثبت شوې او ۲۲ کسان مړه شوي 

روهي (درې نۍ/۱۷ د چنګاښ)، د هېواد د عامې روغتيا وزرات د مالوماتو اړوند په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دې سره هېواد کې د کرونا ويروس د ثبت شوې پېښو شمېر ۳۳,۳۸۴ته ورسېد. 

تازه پېښې،  هرات (۵۷)، دایکنډي (۳۲)، تخار (۲۳)، کابل (۱۵)، کندهار (۶)، بلخ (۱۱)، ننګرهار (۱)، بادغیس (۱۲)، لوګر (۲)، غزنی (۱۱)، پروان (۵)، بدخشان (۵)، وردک  ميدان (۶)، خوست (۲)، لغمان (۱)، کونړ (۲) اوو پنجشیر کې درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتيا وزارت وايي چې تېرې يوې شپې او ورځ کې ۲۲ کسان د کوېډ-۱۹ له امله مړه شوي دي. ۹۲۰ کسانو تر اوسه د کرونا ويروس له امله ژوند له لاسه ورکړی.