تېره شپه د سمنګان ولايتي روغتون کې د کرونا ويروس د يو مړه شوي ناروغ خپلوانو ډاکټر په وهلو - ډبلو ټپيان کړي 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، د سمنګان ولايتي روغتون کې تېره شپه يو ناروغ چې په کرونا ويروس ککړ ومړ او قهرېدلي خپلوانو يې ډاکټرانو او نرسانو سره فزيکي شخړه کړې ده. 

د مړ شوي ناروغ خپلوانو او د کرونيو غړو ادعا کړي چې د روغتون روغتيايي پرسونل يې د ناروغ په اړه بې پروايۍ کړې ده او ناروغ يې له لاسه ورکړ. 

د سمنګان ولايت د عامې روغتيا رئيس د پېښې پخلی کړی او ويلي دي چې دېر تنه ډاکټران او يو نرس وهل شوي دي. 

د سمنګان ولايت د پوليسو وياند منير رحيمي هم پېښه مني او ويلي دي چې د مړ شوي ناروغ د کورنۍ غړي او خپلوان چې فزيکي تاوتريخوالی يې کړی د پوليسو له خوا نېول شوي دي. 

ناروغ لرونکي د هېواد په ډېری ولايتونو کې او روغتونونو کې شکايت کوي چې شته روغتياپالان يې د ناروغانو په اړه بې پروايي کوي او د کرکې په سترګه ورته ګوري.