احمد ضيا مسعود: د جمعيت ګوند پخواني اجرائيه رئيس (عطا محمد نور) تېرو نهو کالونو کې جمعيت ګوند ته څه کړي؟ 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د چنګاښ)، له تېرې اوونۍ راهيسې د جمعيت ګوند کې داخلي کړکېچونه او دزرونه  رامنځ ته شوي دي. صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود يوې خوا؛ عطا محمد نور، يونس قانوني، کليم الله نقيبي، تورن اساعيل خان، حفيظ منصور او يو شمېر  نور د جمعيت ګوند مخکښ غړي بل خوا شوې دي. 

د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضيا مسعود تېره ورځ په يوې خبري ناستې کې ويلي دي، تر څو چې  په کليو او والسواليو کې د جمعيت ګوند شوراګانې نه وې جوړې شوې او له يادو شوراګانو پرته د ګوند عمومي ناسته او د ګوند د عمومي ناستې پرته د ګوند عالي شورا منځ ته نه شي راتللی. 

احمد ضيا مسعود وايي چې د ګوند د مشر ټاکل د ګوند د عالي شورا مسووليت دی او تېرو نهو کالونو کې د شورا ګانو جوړېدلو مسووليت د ګوند د پخواني اجرائيه رئيس (عطا محمد نور) په غاړه وو چې هېڅ کار يې په کې نه دی کړی. 

احمد ضيا مسعود ويلي دي چې د ګوند دننه  ديموکراتيکو بدلونونو ته ژمن دي خو مشر يې هم بايد  د عالي شورا له خوا وټاکل شي خو هغه وخت چې د کليو او والسواليو شوراګانې جوړې او بيا عمومي ناسته رامنځ ته شي. 

بيا له بلې خوا عطا محمد نور پر احمد ضيا مسعود او صلاح الدين رباني نيوکې کوي، چې له تېرو نهو کالونو يې ټول جمعيت ګوند په خپل انحصار کې اخېستی دی.