ایا لومړی ځل وظیفه کوئ؟ دغه سپارښتنې مو پر ځان عملي کړئ

بدبختانه چې زمونږ په هیواد کې اکثره ځوانان د خپل تحصیل په جریان کې پدې نه بریالي کیږي؛ ترڅو دفترونو ته د کار د ذده کړې لپاره لار پیداکړي. نو ځکه مو اکثریت ځوانان د پوهنتون له فراغت وروسته بیا هم د وظیفي لټون، د استخدام شرایط، د وظیفې لایحه او د دفترونو له اصولو څخه ناخبر وي. چې ډیری ځوانان د وظیفې په اخستلو کې نه او یا هم ډیر په سختۍ بریالي کیږي. او یا هم د دوی لپاره ستونزمنه ده چې پدې پوه شي چې کوم کارونه باید پخپل دفتر کې ترسره کړي.

دلته مو ځوانانو ته سپارښتنه ده چې کله تاسو د یوې ادارې یا سازمان کارمند جوړیږئ نو دغه لاندې نقطې درسره نظر کې ونیسئ.

*خپل آمر وپیژنئ: د وظیفې په جریان کې خپل آمر په پوره منعی وپیژنئ؛ د خپل آمر په خویونو او عادتونو باندې ځان بلد کړئ او تا سو باید پدې پوه شئ چې:
۱) څه شی تاسو خپل آمر ته کولی یا نشئ کولی چې ووایاست.
۲) څه شی باید تاسو خپل آمر ته په ځنډ سره ووایاست او یا وه نه وایاست.
۳) څه شی باید تاسو خپل آمر ته همزمان ووایاست.

* خپل مسولیت او صلاحیت مو په پوره معنی وپیژنئ؛ ځینې کارمندان مسولیت نه مني او صلاحیت لاس ته راوړلو ته لیواله وي، خو په حقیقت کې صلاحیت بغیر له مسؤلیت څخه هيڅ معنی نلري؛ او دغه شان کارمندان د یوې ادارې او یا هم سازمان لپاره مفید تمامیدی نشي.

*د خپل دفتر اصول وپیژنئ او پخپل ځان یې مراعت کړئ، د دفتر قوانین او ارزښتونو ته درناوی وکړئ ترڅو مو د دفتر حیثیت وساتل شي.

* له خپل ټیم سره مو قوي او سالم روابط جوړ کړئ.
د خپل ټیم د غړو په تجربو او مهارتونو ځان خبر کړئ؛ ددوی په صلاحیتونه، مسولیتونه او ددوی اهداف وپیژنئ او همداشان دوی ته اجازه ورکړئ چې ستاسو په اړه هم پوه شي.

* اداره او سازمان چې تاسو یې استخدام کړي یاست په پوره معنی وپیژنئ؛ د ادارې یا سازمان په په مالي، بودیجوي، خدماتو، مراجعینو او مشتریانو په ښه رضایت حاصلولو ځان پوه کړئ.

* هر هغه څه چې دفتر کې ورسره تماس لرئ؛ هدف مو په خپل دفتر کې د اسنادو د فایلونو څخه ده؛ په هغو باندې سمه کتنه وکړئ ترڅو د دفتر په کار پوه او د اسنادو ترتیب کولو سلسله ذده کړئ.

* له ځان نه تپوس وکړئ چې څه شي ته اړمن یاست چې بدلون پکې راولئ؛ یو لیست جوړ کړئ او لیست کې مو ځینې اړخونو ته که هغه مسلکي، علمي او یا هم اخلاقي اړخ وي د بدلون په پار ترجیح ورکړئ.

* د دفتر یا سازمان عمده اهداف وپیژنئ او له خپل ټیم سره په ګډه کار وکړئ ترڅو مو د دفتر اهدافو ته په صحیح وخت او په کمو امکاناتو د زیات او کیفیت لرونکي خدمت یا تولید سره ځان رسولی وي.

د یو ښه کارمند خاصیت په ځان کې پیداکړئ؛ په دفتر کې له اجتماعي رسنیو، فلم کتلو او بې ضرورته موبایل کې خبرو څخه ډډه وکړئ. په اخلاص او صداقت کار وکړئ چې ترڅو د ادارې یا سازمان لخوا تشویق، د زیات امتیاز او مخته تګ په اړه مو لوړ پوړي اشخاص مثبت تصمیم ونیسي.