تېرې يوې شپې - ورځ کې ۲۸ تنه د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۳۱۹ تازه پرې ککړ شوي 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۹ کسان تازه په کرونا ويروس ککړ شوي دي چې په دې سره د ټولو ککړو کسانو شمېر، ۳۱,۸۳۸ ته ورسېد. 

تازه پېښې، کابل (۱۳۳)، دایکنډي (۵۶)، هرات (۴۲)، کندهار (۱۰)، بلخ (۸)، ننګرهار (۵)، بادغیس (۱۱)، لوګر (۳)، وردک (۲)، بدخشان (۶)، لغمان (۱)، فراه (۲۱)، پنجشیر (۱) او زابل کې يوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده. 

همدا ډول تېرې يوې شپې او ورځ کې ۲۸ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. دې سره هېواد کې د کرونا ويروس له امله د مړو شويو شمېر هم ټول - ټال ۷۷۴ تنه شو. 

د عامې روغتيا وزارت ثبت شوې شمېرې ښيي، چې تر اوسه ۱۵۶۵۱  تنه د کرونا ويروس څخه رغېدلي دي.