په رسنيو کې د نامسلکي کسانو ګمارنې پښتو ژبې ته زيان اړولى شي

کله مې چې ذهن ته کومه موضوع راشي غواړم ليکنه پرې وکړم، خو په هرې موضوع ليکنه اسان کار نه ده. 

يادې موضوع په پاره زيات لېوال وم او ما هم وغوښتل چې يادې موضوع ته په رسنيو کې د يو شمېر نامسلکي کسانو پام را واړوم او دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. 

دا داسې موضوع نه ده چې يوازې يو تن يا، څو تنو ژبې ته دې زيان ورسيږي، بلکې يادې موضوع ته نه پام کول ژبې او د ژبې ټولو ويونکو ته زيان اړولى شي.

دا چې زه د يادې ستونزې په حل کېدو جرائت کوم او ګام اخلم، هيله مند يم چې په رسنيو کې ځينې نامسلکي کسان که دا ليکنه په غور ولولي؛ نه يوازې ځان ته ګټه رسوى شي، بلکې پښتو ژبې او د پښتو ژبې ټولو ويونکو ته به ګټه ورسوي او  ددغې ستونزې حل کېدا سره پښتو ژبه لا ښه پرمختګ وکړي.

البته يادې موضوع ته که پام ونه شي لاندې برخو کې زيانونه ليدلى شو!

د ژباړې په برخه کې زيان: 
ژباړه له نورو ژبو د اندونو، مفاهيمو او علومو را خپلول دي. دا چاره هم ژبې ته ګټه لري او هم ژبې ته تاوان، خو مونږ په دې موضوع نه ګړيږو.

په رسنيو کې د ژباړې په برخه کې نامسلکي کسانو ته دنده سپارل نه يواځې رسنۍ ته زيان اړوي، بلکې ژبې ته هم ګڼ زيانونه اړولى شي. 

اپوټه په رسنيو کې د ژباړې په برخه کې د نامسلکي کسانو پر ځاى که مسلکي کسانو ته دنده ورکړل شي څه نا څه د زيانونو مخ به ډب شي او ګټه به يې هم ژبې او هم رسنۍ ته ډېره وي. 

په رسنيو کې ځينې ژباړونکي چې له فارسي ژبې ژباړه کوي، زيان يې ژبې ته ډېرى وخت په دوو برخو کې وي. د پرديو کلمو په برخه کې: ژباړن ډېرى وخت له دويمې ژبې؛ لومړى ژبې ته له ټاکلې اندازې زياتې کلمې راوړي.

د ژبې د جوړښت په برخه کې: په رسنيو کې ځينې نامسلکي کسان د خپلې ژبې جوړښت د پردۍ ژبې تر جوړښت لاندې را ولي، دا بيا ژبې ته ستر زيان دى.

همدارنګه ځينې ژباړونکي د ژباړې پر مهال له متلونو او اصطلاحات سره مخ کيږي او هغه کټ مټ ژباړي، خو اصل کې د متلونو او اصطلاحاتو په پار مونږ په خپله ژبه کې متلونه او اصطلاحات لرو.

 د لا ښه پوهاوي په پاره يوه بيلګه د پوهنمل اسدالله وحيدي له کتابه را اخلو:
بيلګې په ډول: (( کله چې ژباړونکى د فارسي ژبې له ( باز به چه ګل اب دادى) اصطلاح سره مخ شي، نو په پښتو کې يې پر ( بيا دې څه ګل ته اوبه ور کړي) داسې ژباړي چې نه هغه مانا لري چې په فارسي کې ده او نه هم متل او اصطلاح پاتې کېږي.)) 

مونږ په پښتو کې دا رنګه متلونو او اصطلاحاتو ته معادل لرو، مونږ وايو: (بيا دې څه توره کړې ده) ژباړن بايد په دې پوه وي، چې متل په متل او اصطلاح په اصطلاح ژباړل کيږي. 

همداشان که په رسنيو کې د نامسلکي ژباړونکو لخوا د ژباړې هر اصل ته پام ونه شي ژبې ته يې زيان اوړي او لا ژبه له پرمختګ نه غورځوي.

د فرهنګ په برخه کې زيان:
په رسنيو کې مونږ ځينې سريالونه وينو، له ګټې يې د ټولنې وګړو په پاره زيات زيان محسوس کيږي؛ ځينې رسنۍ داسې سريالونه وړاندې کوي چې ولس، فرهنګ او حتا ژبې ته هم زيان اړولى شي؛ نه بايد داسې څه د رسنيو له خوا وړاندې شي.

البته داسې سريالونه وړاندې شي چې ولس، ټولنې، فرهنګ ژبې او دين ته يې زيان نه، بلکې ګټه ورسيږي.

 د رسنيو له لارې د ښو موضوعاتو په ټاکلو کې، که سم غور ونه شي ژبې، فرهنګ او نورو ارزښتو ته زيان اړولى شي.

 د خبر جوړونې په برخه کې زيان:
په رسنيو کې ګڼ شمېر خبر جوړونکي نامسلکي دي؛ يا هم په دې برخه کې سم معلومات او تجروبه لرونکي نه دي. کله  چې په دري ژبه کې ورځنى خبر جوړ شي. يو شمېر نامسلکي ژباړونکي له دري ژبې نه خبر داسې را ژباړي چې له ګټې يې پښتو ژبې ته زيان ډېر وي. ددغې ناسمې ژباړې يا خبر جوړونې وجه څه ده؟ 

دوه لاملونه لري: لومړى لامل يې دا ده: چې ژباړونکى مسلکي او باتجروبه کس نه ده، ځکه چې د ژباړې په اصولو او د ژباړې په برخه کې تجروبه نه لري.

دويم لا مل يې دا ده: چې دوى د خپلې مورنۍ ژبې په اړه معلومات نه لري، د ژبې په جوړښت، د جملې په ترکيب او همدارنګه د ژبې په ځانګړتياوو نه وي خبر.
 
مطبوعاتي ژباړې زيان!
پر پښتو نثر د زيان يو لامل مطبوعاتي ژباړه هم ده. په مطبوعاتو کې ډېر داسې کسان پر دنده ګومارل شوي چې پر ژبه هيڅ نه پوهيږي يا کم پوهيږي. 

ګومارل شوى کس يو خو پر ژبه نه پوهيږي بل کله چې د ژباړې وخت راشي، هلته چټکتيا مهمه وي ځکه وخت کم وي او ژر بايد ژباړه وشي. نو دا معلومه خبره ده چې په داسې حالت کې ژبې ته پام نه کيږي.

کله چې له يوه اړخه په ژباړه کې بېړه وشي او له بله اړخه ژباړونکى نامسلکي شي، نو دا کار د ژبې له زيان نه بله پايله نه لري او لا به ژبه زيان منه کيږي.

حل لارې: 
ژباړونکى لومړى بايد په مورنۍ ژبه کې پوره معلومات پيدا کړي. ورپسې د ژبې جوړښت، د جملو ترکيب او د ژبې په ځانګړنو ځان وپوهوي او د ژبې اړوند شته کتابونه ولولي.

دويم: ژباړونکى بايد د ژباړې پر مهال په دويمې ژبې هم برلاسى وي، د ژبې متن، د ژبې اصولو، ترکيب او د ژبې ځانګړنو باندې پوه وي او همدارنکه ژباړونکى بايد د ژباړې په اصولو، ګټې، او زيان خبر وي؛ خداى مه کړه داسې نه شي چې ژبې ته د ګټې پر ځاى زيان واړوي.

درېيم: په رسنيو کې د هرې رسنۍ مدير او ايډېټر مسٶول ده. ځکه مدير دا مسٶوليت لري چې رسنۍ کې وړ کس وګوماري او ايډېټر د دې مسٶول ده چې په ژباړل شوي متن او خبر باندې غور وکړي او د ژباړې او خبر دواړو برخو ښيګنې او بد ګڼې په نښه او سمون لپاره يې کار وکړي.