روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان هندوستان تورن کړی دی چې کراچۍ ښار کې د تېرې ورځې ډله ييز بريد تر شا يې لاس دی او د بريد پلان هندوستان کې جوړ شوی وو.
نوموړي دغه څرګندونې نن د پاکستان قامي اسبملۍ ته په وينا کې کړې دي. نوموړي زياته کړې، "دا برید یوه لویه غمیزه ده. هند ورته لوی پلان جوړ کړی و. پاکستان یې بې ثباته کاوه. بریدګر له ګڼو وسلو سره راغلي وو".
لومړي وزير دغه بريد په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان ممبۍ ښار کې پر تاج هوټل د شوي بريد په څېر بللی او ويلي دي چې بريدګرو غوښتل چې ودانۍ ته دننه شي او خلک يرغمل کړي.
د پاکستان د لومړي وزير دغه ادعا ته تر اوسه د هندوستان حکومت په رسمي ډول ځواب نه دی ويلی. د لومړي وزير عمران خان په حکومت کې دا لومړی ځل دی، چې پاکستان په څرګنده هندوستان د پاکستان خاورې دننه په خونړي بريد تورنوي.
د پاکستاني چارواکو په وينا چې د کراچۍ ښار د ونډو بازار په مارکېټ کې د بريد په پايله کې يو پولیس افسر او د ودانۍ دوه ساتونکي ووژل شول، او ګڼ نور ټپیان شول. پوليسو څلور بريدګر هم ووژل. د بلوڅستان د ازادۍ پوځ په نوم ډلې د بريد مسووليت تېره ورځ په خپله غاړه واخېست.
وروستي