پکتيا: د غر او ځمکې پر سره دعوا لري، منګلو او خروټو خپلمنځي جګړه کې سره اووه کسان وژلي 

روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، د پکتيا ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د  منګلو او خروټو قومونو ترمنځ نښته شوې ده چې مرګ - ژوبله لري. نښته د دغه دړه قومونو ترمنځ د غره او ځمکې پر سر شوې ده. 

دغه نښته چې د ډنډپټان  ولسوالۍ په سربدالي نومي سيمه کې شوې ده چې اووه کسان په کې وژل شوي او يو شمېر نور په کې ټپيان شوي دي. 

د پکتيا چارسمبال والي  عبدالولي سهي د نښتې د تائيد ترڅنګ ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "د متخاصمو قومونو ترمنځ جګړه شوې ده. ولسوالۍ ته مو دنده سپارلې ده. موږ تل په داسې حالاتو کې چې قومي مسایل دي د قومونو د سپین ږیرو او مشرانو په مشوره او ملګرتیا عمل کوو." 

دغه دوه قومونه له تېرو څو کالونو راهيسې ډنډپټان  ولسوالۍ کې د غر پر سر سره دعوا لري چې ځيني وخت د يو او بل پر وړاندې سره سنګرونه نيسي.