کاذب سیاست او د حکومت له لورې د مفسدینو پالنه! 

افغان حکومت په دې وروستیو کې داسې کړنو او ګمارنې ته لاس اچولی چې په کور دننه سربېره، په افغانستان کې د بهرنیو مرستندویه ادارو او بنسټونو غبرګونونه او اندیښنې یې هم راپرولي دي.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي، چې افغان حکومت په دې وروستیو کې داسې ګمارنې پیل کړې، چې په ادارې فساد تورن دي او تر دې مهاله یې دوسیې هم نه دي بشپړې شوي.

یاده اداره افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې کم رنګه او کمزوري ګڼې، چې تر اوسه یې په کنترول کې پاتې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د ځینو لوړرتبه چارواکو په لوړو دندو ګمارنې سره د ولس ترمنځ ګنګوسې، پوښتنې او اندیښنې را ولاړې کړي دي، ځکه کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېده د لوړې په مراسمو کې یې لومړی تر ټولو د مخه د کابل بانک دوسیه یاده کړه، چې کسان به یې څارنوالۍ ته ورپیژندل کیږي.

خو اوس د هغې مودې څخه کلونه تېر شول، خو نه د دې کابل بانک دوسیه وپلټول شوه او نه هم نور په ادارې فساد کې ښکېل چارواکي څارنوالۍ ته ور وپیژندل شول، بلکې نوره هم تقویه او پر لوړو دندو وګمارل شول، چې دغې بدې او شومې پدیدې ته یې لا نوره هم لار پرانیسته او دوی ته یې لا جرائت ورکړ.

تر دې وړاندې هم د افغانستان سره د مرستندویه دفتر یا یوناما هم په افغان حکومت تور پورې کړی وه، چې مرسته شوې پیسې یې اړمنو خلکو ته او په سمو ځایونو کې په سمه توګه ندي لګولي، خو افغان حکومت دا او دې ته ورته نور تورونه بې بنسټه بولي او ردوي یې.

په رښتوني ډول په افغانستان کې د ادارې فساد لمن په خورا چټکۍ سره ورځ تر بلې مخ پر وده روانه ده. دلته لا اوس هم کاذب سیاست او نمایشي کړنې خپل واک چلوي.

ــ دلته نه هوایې دهلیزونه شته.
ــ نه TAPI پروژه شته.
ــ نه کاسه ۱۰۰۰ پروژه شته
ــ نه د اوبو ذخیره او بریښنا بندونه شته.
ــ نه اقتصادي پرمختګ او وده شته.

بلکې دا ټولې کړنې هسې یو نمایش او د کاذب سیاست یوه برخه وه. دا نه لومړی ځل دی او نه هم وروستی، چې افغانستان د ادارې فساد په ګراف کې په لومړیو قطارونو او نوملړ کې قرار لري.
د سیګار مشر سوپکو په ډېرې ناهیلۍ سره ویلي (( زه لا هم نهیلی کېږم، کله چې د رسنیو رپوټونه ګورم چې د افغانستان د یوه لوی بانک یعنې کابل بانک د دیوالۍ/نستمن کېدو یو لوی عامل د یوې ادارې د چارو د پرمخ بیولو لپاره د ارزولو په حال کې دی که دا خبره سمه وي له ادارې فساد سره په مبارزه کې د شاتګ په مانا ده)).

ادارې فساد نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې یو له هغو شومو او خورا ناوړه پدیدو څخه ګڼل کېږي، چې د ستراتیژیک پلانونو، پرمختګ او بیارغونې په لار کې یو له خطرناکو خنډونو څخه شمیرل کېږي، چې د پرمختګ او بیارغونې رېښې وچوي، هغوی ننګوي او د پرمختګ مخه یې ډب کوي.

د یوه روڼ، شفاف او په ځان بسیا افغانستان په هیله.