مثبتې  پېښې له ۳۱زره واوښتې؛ افغانستان کې تازه ۲۱۷ پېښې شوې 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، د عامې روغتيا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۷ نوې پېښې ثبت شوې دي چې دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د  ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۱,۲۳۸  ته ورسېد. 

تازه پېښې،  کابل (۱۳۰)، هرات (۳۰)، کندهار (۱۲)، بلخ (۲۸)، ننګرهار (۳)، تخار (۱۴)، بامیان (۱۳)، بغلان (۷)، بادغیس (۴)، نیمروز (۱۲)، وردګ ميدان (۱)، لغمان (۱)، کونړ (۵)، هلمند (۴)، پنجشیر (۵) او زابل  کې (۲) پېښې ثبت شوې دي. 
 
همدا ډول تېرې يوې شپې او ورځ کې ۲۰ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او ۱,۳۳۰ تنو درملنه شوي دي. د ټولو مړو شمېر ۷۳۳  او د رغېدلو شمېر ۱۳۹۳۴ تنو ته رسېدلی دی.