له کرونا ويروس وراېخوا؛ سويلي هلمند ولايت کې د ګوزڼ ناروغۍ درې پېښې ثبت شوې 

روهي (یوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د هېواد په سويل هلمند ولايت کې ولايتي مسوولين وايي چې د فلج يا ګوزڼ ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوې دي. 

درې واړه پېښې د هلمند ولايت په رېګ ولسوالۍ کې ثبت شوې دي چې يوه نجلۍ او دوه په کې هلکان دي. رېګ ولسوالۍ د هلمند له ناامنه ولسواليو ده او ويل کيږي چې د واکسين پلي کول په کې ستونزمن دي. 

د هېواد په سويل کې  د پوليو پرضد د مبارزې د بېړنیو اقداماتو د مرکز مشر ډاکتر عبدالقیوم پخلا په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي، "د پوليو نوې پېښې ټولې په هلمند ولایت کې او بیا په یوه مشخصه سیمه یعني رېګ ولسوالۍ کې رامنځته شوي پدغو ګوزڼ وهلو ماشومانو کې یوه د ۱۳ میاشتنو په عمر ماشومه انجلۍ، یو د ۱۸ میاشتو ماشوم هلک او دریم هم د ۲۴ میاشتنو ماشوم هلک دی دوی کور په کور واکسین نه دی تر لاسه کړی."

د هلمند په رېګ ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ د دغه درېیو پېښو په ثبت سره، افغانستان کې د فلج د ټولو پېښو شمېر ۲۶ ته ورسېد.