د افغانستان بانک د مرستيال په شمول څلور لوړرتبه کارمندان د فساد په جرم له دندو ګوښه شوي

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د افغانستان بانک مسوولين وايي چې د بانک د دويم مرستيال محمد قسیم رحیمي په ګډون د دغه بانک څلور لوړپوړي کارمندان له دندو ګوښه شوي دي. 

د افغانستان بانک په يوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې د فساد د اوو قضيو په تور د افغانستان بانک څلور کارمندان له دندو لېرې شوي دي. 

خو د افغانستان بانک دويم مرستيال محمد قسیم رحیمي پر خپل فېسبوک لېکلي دي، چې دی په غېر قانوني ډول د بانک د چارسمبال اجما احمدي له خوا لېرې شوی دی. 

محمد قسیم رحیمي لېکلي دي چې دی سهار دفتر د رسېدو پر مهال ګوري چې وسله والو کسانو يې دفتر محاصره کړی او وروسته د بانک سرپرست اجمل احمدي ورته ويلي چې پرته له جنجال دنده خوشې کړي.