روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د افغانستان د هوايي ملکي چلند ادارې ويلي دي چې نن ورځ له افغانستانه د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته الوتنې پيليږي. ترکيش اير به خپله لومړۍ الوتنه د کابل - استنابول ترمنځ وکړي.
همدا ډول به سبا ورځ، امارات هوايي کرښه د دُبۍ او او کابل ترمنځ خپلې الوتنې شروع کړي. له بهرنيو هوايي کرښو وراېخوا به، افغاني شرکتونه لکه اريانا افغان او نور هم بهرنۍ الوتنې پيل کړي.
د هوايي چلند ادارې د تېرې ورځې په خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې ټول هغه مسافر چې د امريکا متحدو ايالتو، ترکيې او عربي متحده اماراتو ته سفر کوي، د ويزې او نورو سندونو په شتون کې کولی شي ټېکټ واخلي.
افغانستان د کرونا ويروس په خپرېدو سره، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې بند کړې وې. د افغانستان د هوايي ملکي چلند اداره وايي چې د الوتنو پر مهال يې د کرونا ويروس د مخنيوي تياري نېولي دي.
وروستي