ترکیش ایر اوونۍ کې څلور ځلې د کابل - استنابول ترمنځ الوتنې پيلوي 

روهي (څلورنۍ/۴ د غبرګولي)، ترکيي ترکيش اير هوايي شرکت ويلي دي چې سر له راتلونکې اوونۍ به،  اوونۍ کې څلور ځلې د کابل - استنابول ترمنځ الوتنې پيل کړي. 

د ياد شرکت الوتنې له تېرو درېيو مياشتو ځنډېدلې وې. ترکيش اير به له کابل استنابول او بيا له استنابول نورو هېوادونو د مهال وېش اړوند الوتنې ولري. 

د دغه شرکت مسوولين وايي چې د الوتنو لپاره يې د کرونا ويروس د مخنيوي څانګړي تياري نېولي دي. ترکيش اير شرکت د ټېکټونو بيې هم کمې کړي دي؛ له کابل استنابول ته د يو خوا ټېکټ بيه دوه سوه دېرش ډالر ټاکل شوې ده. 

په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي چې افغاني هوايي شرکتونه به کورنۍ او بهرنۍس الوتنې په نېږدې ورځو کې پیل کړي.