د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې وسله والو يو افغان سېک تښتول شوی

 روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د پکتيا ولايتي مسوولين وايي چې د نادان سېنګ په نوم يو  افغان سېکهـ  د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې تښتول شوی دی. نادان سېنګهـ  د خپلو ديني مراسمو لپاره له مرکز ګرديز څمکنيو ولسوالۍ ته تللی وو. 

د څمکنيو ولسوال عبدالرحمن زرمتي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويللي دي،  "دی دلته خپل یوه مقدس ځای یا زیارت ته څلور ورځې مخکې راغلي وو، هماغه وخت تښتول شوی دی، زموږ ملي امنیت او پولیس پلټنه کوي، دوی تېروتنه کړې، پخوا به چې دوی دلته مذهبي مراسمو ته راتلل، موږ به‌یې خبرولو، دا سرحدي سیمه ده، د «ای.اېس.ای» تحرکات هم ډېر دي."

عبدالرحمن زرمتي دا هم ويلي دي چې د نادان سېنګهـ د تښتولو په تور يې پنځه مشکوک کسان نېولې دي.