ايران: د نوي نسل نېږدې او لېرې واټن وېشتونکي توغندي مو بريالي وازمويل

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، د ايران بحري ځواک په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د نوی نسل يا new generation توغندي يې په بريالي ډول ازمويلي دي. دغه new generation مزايلو کې د نېږدې او لېرې واټنونو توغندي شامل دي. 

د ايران د بحري پوځ د مالوماتو پر اساس دغه ازموينه تېره پنجشنبه په بريالي ډول د عمان په سمندر کې تر سره شوه. د ايراني پوځي وېب پاڼې د توغنديو انځورونه هم پاره کړي دي. 

ايراني چارواکو ويلي دي چې په ازمېښتي ډول دغه توغنديو په ۲۸۰ کيلو متر واټن کې خپل هدف په نښه کړ او کولی شي چې له ۲۸۰ کيلو متره ډېر واټن م ووهي. 

د ايران پوځ ويلي دي چې ياد توغندي د ايران د دفاع وزارت او بحري پوځ له خوا د ایران دننه جوړ شوي دي. د توغنديو د جوړښت په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي. 

د ايران بحري پوځ په مې مياشت کې د همدې توغنديو ازموينه تر سره کړې وه خو ناکامه وه. په عمان سمندر کې د تېرې مې مياشتې په ناکامې ازموينې کې ۱۹ پوځيان ووژل شول او ۱۵ نور په کې  ټپيان شول.