اسلام اباد منصور خان د کابل لپاره خپل سفير ټاکلی 

روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت دننه يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې پاکستان د افغانستان لپاره منصور خان نومی ډپلماټ خپل نوی سفير ټاکلی دی. دغه ټاکنه تر اوسه په رسمي ډول اعلان شوې نه ده. 

د پاکستان بهرنيو چار وزارت کې سرچينې په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، چې  نن سبا کې به دغه ګمارنه په رسمي ډول اعلان شي. زاهد نصر الله خان اوس مهال افغانستان کې د پاکستان سفير دی. 

افغانستان کې د پاکستان سفير ته نه يوازې ډپلماټيک مسووليت ور تر غاړې وي، بلکې د افغانستان د سولې بهير، افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ، پاکستان کې د افغان کډوالو او پاکستان ته د تلونکو افغانانو په اړه هم له افغان چارواکو سره ناستې تر سره کوي.