افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې له بنسټ سره د همکارۍ هوکړه شوې 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د (کېنګ حسین کېنسر سنټر) په نوم يو مرکز، افغنستان کې له سرطان سره د مبارزې له بنسټ سره د همکاریو تړون لاسلیک کړ. 

 د همکاریو په دې تړون کې د افغان ډاکټرانو د ظرفیتونو لوړول او نورې مرستې شاملې دي. د ياده هوکړه اوند به  په بهرنیو چارو وزارت کې په اردن کې د افغانستان د سفیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په شتون  کې لاسلیک شوي. 

 کېنګ حسین کېنسر سنټر به د سرطان د مخنیوي په برخه کې افغان ډاکټرانو ته روزنه ورکوي، فیلوشپونه به ورکوي، اوږدمهاله او لنډ مهاله کورسونه به ورته دایروي، د سرطان ناروغۍ د درملنې په برخه کې به یې له نوې تکنالوژي سره بلدوي او په ګڼو نورو برخو کې به ور سره مرسته کوي.