الله تعالى نړۍ په يو خاص انډول کې پيدا کړې ده. که برابري او انډول نه واى د نړۍ بې نظمي او ناخوالې به اوج ته رسېدلى وای.
الله تعالی فرمايې: ( هغه چا چې آسمان يې په 7 منظمو پوړونو کې پيدا کړ، په غور سره ورته وګورئ؛ کوم کمۍ او نقصان په کې پيدا کړئ.)
په ميليونو ستوري او د الله خلقت په انډول کې خپل لوري باندې حرکت کوي. ځيني (100-300) مليارده ستوري په پريکنده ډول سره خپل خوځښت ته دوام ورکوي خو بيا هم د حيرانتيا ځاى دى چې يو بل سره ټکر نه کوي، او نړۍ ته هېڅ ډول زيان نه رسوي. دا معجزه ډېره لويه دهغه څه نه ده، چې مونږ يې بيان کړو.
بله مسله په نړۍ کې د چټکتيا ده، د چټکتيا مفهوم ډېر پراخه دى، چې د نړۍ هېڅ کومه ځمکنۍ وسيله يې نشي کولاى اندازه کړي، مګر ستوري سيارې، کهکشانونه د زرګونو ټنو په وزن درلودلو سره بياهم ډېر په چټکۍ سره خوځښت کوي. د بېلګې په ډول ځمکه د 1670 کيلو متره پر ساعت، چټکتيا سره څرخيږي، پداسې حال کې چې چټکه مرمۍ 1800 کيلو متر پر ساعت، چټکتيا لري. کتل کېږي چې ځمکه سره دې لوى حجم او وزن بياهم څومره په چټکۍ سره خوځښت کوي، بې لدې چې انسانان او ژوي پرې خبر شي.
هر څومره چې يوه ستوری لوی وي، هومره يې چټکتيا زياته وي. د لمريز نظام چټکتيا د خپل کهکشانې مدار باندې 720000 کيلومتر پر ساعت، ده. بې له شکه پدې پېچلي او ګڼ چوړښت کې د ټکر سلنه ډېره ده، مګر هېڅ ډول ټکر نه پېښيږي، او هر څه په آرامۍ سره خپل فعاليت ته دوام ورکوي. دا ټول د انډول او تعادل له برکته دي. چې دا انډول د الله تعالى په واسطه رغول شوى دى.
وروستي