ايران کې څلور افغان کډوال په سيند کې ډوب شوي 

روهي ( څلور نۍ / د غبرګولي ٢٨)، ايراني رسنيو د ايران د اصفهان ولايت د چارواکو د مالوماتو پر بنسټ خبر ورکړی چې تېره ورځ په اصفهان ولايت کې څلور افغان کډوال، چې يو يې نارينه او درې ميرمنې دي په سيند کې ډوب او مړه شوي دي. 

ايراني چارواکو ويلي دي چې د افغان کډوالو جسدونه له اوبو راېستل شوي دي. پېښه هغه وخت شوې چې يو تن پر اوبو ور ګډ شوی او نورو يې د ژغورنې هڅه کوله، خو د اوبو د ژوروالي له امله درې نور هم مړه شوي. 

له دې وړاندې ايراني پوله ساتو ځواکونو په لسګونه افغان کډوال په قضدي ډول اوبو ته غورځولي وو، چې د افغانستان حکومت په شمول يې د نړيوالو غبرګونونه راپورته کړل.