د بين الافغاني مذاکراتو پر لار پراته خنډونه!

مخکې له دې چې د سولې پر موانعو وغږېږو، لومړی د تړون په اړه سرسري خبرې کوو۔
امريکا مخکې ويلي وه چې غواړي په افغانستان کې خپله ١٨ کلنه اوږده جګړه پای ته ورسوي او افغانان نور د افغانستان  په سياسي راتلونکي سره جوړ راشي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيود په استراليا کې و او هلته يې د افغانستان په اړه د امريکا د دريځ په اړه وويل ” د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واضحه کړه چې غواړي يو ډيپلوماټيکه حللاره پيدا کړو چې پر مټ يې په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم او له دې سره په يو وخت کې دا ډاډ هم حاصل کړو چې افغانستان بيا د ترهګرو په ځای بدل نشي.“

طالبان او زلمی خليلزاد په دوحه کې د پرېکړې نهايي کېدو ته نزدې شوي وو، چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پخپل ټويټ کې څرګند کړي و، چې که د امريکا او طالبانو تر منځ هوکړه ليک نهايي شو، ورسره سم به امريکايان له افغانستان نه اوځي او له دې سره زموږ او افغان لوري د خبرو لار کې دا خنډ له منځه لاړ شي.

همدا و چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د ١٣٩٨ کال د کب په ١٠ نېټه لاسليک شو او تړون سره سم به وروسته تر دې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل وار را ورسېږي، تمه وه چې که دا پړاو سرته ورسېږي نو افغانان به بشپړې سولې ته لاره پيدا کړي.

د مذاکراتو پيل بيا هم مشروط و، چې کله بشپړ شي، خپلمنځي خبرې اترې به د سولې د بهير اړوند وشي، ددې پړاو د بطي کېدو يو کوچنی لامل کويډ۔ ١٩ هم کېدای شي.

په وروستيو کې ويل شوي، چې بين الافغاني مذاکرات به ژر په قطر کې پيل شي. د ګڼو رسنيو د راپورونو سره سم د روژې مياشت کې د طالبانو د رهبري شورا موافقه کړې چې بین الافغاني مذاکرات دې پيل شي او د یادې شورا وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې چې د بين الافغاني مذاکراتو پر ایجنډا دې هم کار وشي.

امنيت شورا ويلي وه چې د طالبانو يو تخنيکي ټيم په کابل کې دی تر څو د حکومت له تخنيکي ټيم سره د بنديانو د خلاصون په تړاو خبرې وکړي.

د روان ميلادي کال د جون د مياشتې په نهمه د مصالحې رﺉيس عبدالله عبدالله ويلي، چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل تر نېټې پورې هڅه کوو چې تر څو ټول (5000) طالب بنديان ازاد او يا هم دومره شمېر له زندانو خوشي شي چې د دواړو لورو پرې موافقه راشي.

همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو د پيل څخه مخکې بايد پورته شمېر طالب بنديان او ١٠٠٠ تنه د امنيت کارکوونکي له زندان نه ازاد شي.

موږ وينو چې افغان دولت په ډېرې چټکتيا سره زيار باسي چې د سولې د پروسې مخې ته کوم خنډونه پراته دي، هغه له منځه يوسي او هغې سولې ته لاره هواره کړي چې د ټول افغان ملت، د سولې د شهداؤ، د بورو ميندو، د کونډو او يتيمانو ګډه هيله ده.

دنظر خاوندان وايي چې د سولې په پروسه کې هر ډول ځنډ کولای شي د سولې پروسه دې ستونزمنه کړي، دواړو لورو ته پکار ده چې ددې بهير د پيل لپاره دې هر څومره ژر چې کېدای شي، کار وکړي او مذاکرات دې پيل کړي.

د کرونا ويروس په اړه رسمي څرګندونې نشته چې د سولې پروسه دې ټکنۍ کړي وي، خو داسې ګونګوسی دی چې د افغان دولت ځينې کليدي کسان لکه حنيف اتمر، دېته ورته نور مشران او د طالبانو ځينې مهم غړي په ياد ويروس اخته شوي دي.

د دواړو لورو لخوا اماده ګۍ نيول کېږي چې ددې پروسې د وړاندې تګ لپاره د جون په نهمه  د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د  افغان سولې د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی و.

له پورته شته شواهدو دا په ډاګه کېږي، چې کرونا پر صنعت، تجارت، تعليمي نظام او د نړۍ نور هر ډول کارونو اغېز کړی خو د افغان سولې پر مذاکراتو يې پرته له جزوي اغېز کوم بل ځانګړی اغېز نه ښکاري.

بل خوا جګړې په ګران هيواد افغانستان کې ډېرې ژورې ريښې غځولي، سولې ته لاره پرانستل ساده او اسانه کار ندی.

لکه څنګه چې جنرال باجوه افغانستان ته راغلی و او د سولې پر مساﺉلو يې د مصالحې د رﺉيس او ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سره خبرې اترې کړي او ويل کېږي چې پرته له ده به د افغان سولې بهير نيمګړی وي.

 له همدې هم ثابتېږي چې د سولې لاره مو له ډېرو پېچلو سياسي کګلېچونو څخه تېرېږي، نو طبعاً چې مذاکراتو او بالاخره سولې ته رسېدل ډېر وخت او سخت کار ته اړتيا لري.