د کرېکټ نړيوالې شورا پر توپ (لاړې) وهل بند کړ خو پاکستاني لوبغاړي پر نيوکه لري 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، د کرېکټ نړيوالې شورا يا ICC د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې د کرېکټ لوبغاړو غوښتي دي چې د توپ اچونې پر مهال پر بال يا توپ د لاړو يا saliva توکولو يا وهلو ډډه وکړي. 

د کرېکټ نړيوالې شورا يا ICC ويلي دي چې د پرېکړه يې په دې پار کړی دی چې د کرونا ويروس د لا خپرېدو مخه ونېول شي. د کرېکټ نړيوالې شورا په نظر شونې ده چې پر توپ د لاړو وهل د کرونا ويروس خپرېدا شونې کوي. 

وسيم اکرم چې د پاکستان کرېکټ ټيم پخواني لوبډلمشر وو د کرېکټ نړيوالې شورا د يادې پرېکړې په غبرګون کې وايي، چې پر توپ د لاړو نه وهل داسې مانا لري لکه توپ اچونکي چې د روباټ په ډول لوبه کوي. 

وسيم اکرم وايي چې که چېرې لوبغاړي او په ځانګړي ډول توپ اچونکي پر توپ يا بال لاړې ونه وهي، نو د توپ زنګېدا يا swing به ناشونی کړي. نوموړی پر توپ د لاړو وهل کرېکټ کې يوه ځانګړنه بولي. 

کرونا ويروس چې اوس مهال د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلی دی، د ژوند پر هرې برخې يې عجيب اغېزونه کړي او محدوديتونه يې رامنځ ته کړي دي.