تۀ به وايې چې پر ښایستان اختر دی؛ سپین کالي، تور واسکټ، برګه لونګۍ او چټه خرېیلې ږېره د زرین دوکان ته راننوت. لاس کې یې ښایسته، رڼې تسپې وې. له تسبحاتو یې ډېرې یو پر بل لوري لکه لوبې چې پرې کوې، اړولې را اړولې.
تسپو یې خوند راکړ. ترې لاس ته مې کړې څو وارې مې سره واړولې بیا مې بوی کړې یو قسم خوشبو یې ورکړې وه.
ناڅاپه دوکان ته لوند خیش ګلک راننوت. د ټولو پام یې یووړ. یوه پښه یې لۀ پلاستکي بوټ نه لۀ سړوپ آواز سره راووېسته خو بېرته ایستلی بوټ یې لۀ ځمکې سره پۀ پښه کش کړ او لۀ دروازې سره نږدې دېوال ته نیم پروت وغځېده. وخ ادې! غږ یې لۀ خولې ووت.
د ګلک پر حال د ښایستان زړۀ وسوځید. ما ترې د تسپو بدلولو غوښتنه وکړه، ښه شېبه مې خواري ور پورې وکړه خو نۀ یې بدلولې. ويل یې دوبۍ کی چا نښه راکړې ده.
موږ لا خبرې نه وې بس کړې چې ګلک وپوښتل: څو بجې دي؟ مازدیګر ته څومره وخت پاتې دی؟ ښایستان سمدستي خپل مړوند وڅانډۀ او زیړ سات ته یې وکتل ویې ویل : پنځه بجې، اتۀ لس دقیقې!
ښایستان لۀ ګلګ سره د پوښتنې موقع پیدا کړه: وهلکه، دومره ګرمي هم نۀ ده، څومره ځان دې لوند کړی؟ څۀ شی دې کول، چې دومره ستړی یې؟
ګلک وویل څه وکړو غریبې ده خوړ کې مو شګه را باروله، لۀ ماسپیښن راهیسې مو بارول کول تڼاکې لاس یې ور ښکاره کړ.
ښایستان شاباسی ورکړ غږ یې کړ: زرینه، ګلک ـ ! الله اکبر الله اکبر... غږ یې اذان پرې کړ، ټول غلي شول.
تر اذان وروسته یې بیا غږ کړ: زرینه، ګلک ته یوه ښه انرژي ورکړه؛ پیسې یې زه درکوم.
ګلک غلي وویل: خیر یوسې! نه یې غواړم.
ښایستان وویل: نه! د ثواب په خاطر.
زرین دوکاندار په موسکا وویل: ښه انرژي خو مون سټار ده.
ـ پروا، نۀ کوي مون سټار ورکړه.
زرین د لوی کولر سر خلاص کړ او لۀ یخو اوبو یې مون سټار را ویسته.
ګلک د دوو ګوتو پۀ نېولو سره لکه دې بلې اشاره وکړه
زرین ترې وپوښتل: دویمه؟
ـ هو! د دویمې پیسې به زۀ در کړم.
زرین بیا شوخه موسکه وکړه: وهلکه لکه چې ښه نه یې چاته یې وړې؟... هسې نه کوم ملګری دې پیدا کړی وي(!)
ګلګ تۀ ټول دوکان واوښت او په همدې خبرو یې تر پوزې راوست. زړه نېولی به ګرد تاؤ شو، خبرو او پسخند یې زړۀ وپړساوۀ ویې ویل: پرون مې همدغې انرژي ته زړۀ وشو بیا مې ابا سترګو ته ودرېده، دوې مې نۀ شوې اخیستلی. نن به یوۀ ابا ته یوسم. د ګلک لۀ خبرو سره ټول دوکان د پښمنۍ چوپتیا ونېوۀ.
پای
وروستي