د  کرونا ګواښ او د خلکو سرتمبګي

کرونا ټولې نړۍ ته ګواښ دی اوهر هېواد د خپلو وضعیت او ټولنې مطابق کرنیتن وکړ، ځینو هېوادونو کې د کرونا له کبله د مړینې شمېره له دې کبله کمه شوه چې احتیاط یې وکړ.

خو هغه هېوادونه چې خلکو یې احتیاط و نه کړ او لکه د افغانانو یې بابیزه وګڼله، مرګ پکې زیات دی.

کرونا عادي ناروغي نه ده، دا وبا ده او وبا ناروغي وچ او لامده نه ګوري هر څوک چې مخې ته ورځي، له مخې سره یې اخلي.

افغان حکومت خپل ټولو چمتووالی نیولی و، هر څومره یې چې توان و، هر څومره یې چې کولی شول، خپل مسوولیت یې ادا کړ او لا یې ادا کوي.

ځینو بغدادي پيرانو د کرونا ناروغي یواځې د کافرو لپاره یاده کړه او خلکو ته یې داسې ذهنیت ورکړ چې ګنې مسلمان ته ضرر نه شي رسولی.

خو اوس چې دا څو ورځې فیسبوک کې ګورم نږدې هر چا کورنۍ کې یو غم دی، د چا پلار مړ دی، د چا مور، د چا نیکه او د چا زوی.

ټول په ویر دي او د ټولو د مرګ لامل د کرونا ناروغي ده چې خلک پکې احتیاط نه دی کړی، خو لا هم خلک دا ناروغي مرګوني نه یادوي.

ځینې وایي، چې دا پروژه ده او افغان حکومت غواړي بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي، خو دیته نه ګوري چې ۵سوه میلیونه ډالر مرستې بدل کې یواځې درې میاشتو کې ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید کم راټول شوي دي.

اوس چې کرونا وایروس هر کور ته ورسید او د نږدې هرې کورنۍ غړي پرې اخته دي، اوس ځینې په دې باوري شول چې دا وایروس وژونکی دی.

افغان حکومت نه شي کولی چې د هر چا کور ته پولیس ودروي، د هرې کوڅې خوله کې پلټنې ځای جوړ کړي او هر دوکان ته څوکیداري وکړي چې تاسو له کوره مه وځئ او تاسو کاروبار مه کوئ.

افغان حکومت مسوولیت همدومره دی چې خلک یې د دې وایروس له خطر خبر کړل، د کرونا لپاره یې ځانګړي مرکزونه پرانیستل، د مرګونو ناروغانو لپاره یې بسترونه ډیر کړل او داسې نور.

اوس نور کار د خلکو دی چې څومره په خپلو کورنیو رحم کوي، څومره په خپل ځان او ټولنه رحم کوي، که خلک احتیاط وکړي، اوس هم وخت دی چې له دې مرګوني ناروغي وژغورل شي.

کرونا سره ټوکې نه کیږي، دا ناروغي په چټکي سره خپریږي او هغو خلکو ته تر بل هر چا ژر رسیږي چې احتیاط نه کوي او روغتیایي سپارښتنې نه عملي کوي.

تاسو لږ خواله رسنیو ته سر ورښکاره کړئ، وګورئ چې هر څویم پوسټ د یوې جنازې دی، نو له دې یې مالوم کړئ چې څومره خلکو کورونو ته د کرونا وایروس رسیدلی او له څومره خلکو یې ژوند اخیستی دی.