روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، د 23andMe په نوم یوې ډلې چې ژنتیک برخه کې فعالیت کوي د کرونا ويروس او د انسانانو د وینې ګروپونو په اړه څېړنه کړې ده. دغه څېړنه کې د کرونا ويروس د اغېز او وینې ګروپونو په اړیکې مالومات وړاندې شوي دي.
د څېړنې اړوند، هغه کسان چې د وینې ګروپ یې O وي، لومړی کم په دې ویروس اخته کيږي او که بيا ککړ هم شي د وجود دفاعي سېسټم غښتلتيا یې لوړه وي او ښه مقاومت کولی شي.
د دغه څېړنې پايله ښيي چې د O ګروپ وینې لرونکې کسانو د وینې د نورو ګروپونو سره په پرتله، ۲۶ سلنه کم په کرونا ويروس ککړيږي او د وجود مقاومت يې هم لوړ وي چې کرونا سره په ښه ډول مبارزه کولی شي.
له O ګروپ وروسته، د A او AB ګروپونو وينې لرونکې کسان کم په کرونا ويروس اخته کيږي. د يادونې ده چې دغه څېړنه تر اوسه په رسمي ډول منل شوې او تائيد شوې نه ده.
وروستي