سمنګانو کې د ۱۲ کان کېندونکو جسدونه را وېستل شوا او کورنيو ته وسپارل شول

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، د سمنګان ولايتي مسوولين وايي چې د دوه ورځو پلټنو او کار وروسته يې په دره صوف ولسوالۍ کې د کان ښوېدنې له پېښې ۱۲ جسدونه را اېستلي دي او څلور نور تر اوسه ورک دي. د مسوولين  په وينا چې له يادې پېښې هېڅ کس ژوندی نه دی پاتې. 

د سمنګان ولايت دره صوف ولسوال سلطان علي سلطاني رسنيو ته ويلي دي چې د حکومت ژغورنکې ډله هڅه کوي چې څلور پاتې جسدونه هم را بهر کړي او کورنيو ته يې وسپاري. 

یاده پېښه کې دوه کسان ټپيان وي هم وو. افغانستان کې طعبيي سرچینې او کانونه به ځیني سيمو کې په خپل سر اېستل کيږي چې داسې پېښې په کې ډېرې رامنځ ته کيږي.