روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي) د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هیواد مخکیني جمهوررئیس حامد کرزي هم حضور درلود، وکتل.
په دې کتنه چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې پروسې لپاره پاکستان او قطر ته د خپلو وروستیو سفرونو د جزئياتو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: د امریکا متحدو ایالتونو هڅه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه شي.
دواړو لویو د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره د اورکم یا نااعلان شوي اوربند پر دوام ټینګار وکړ او ډاکتر خلیلزاد وویل، د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه تیار دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.
ډاکتر زلمي خلیلزاد وویل، ما د امریکا متحدو ایالتونو پیغام راوړی دی چې د سولې لپاره د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر کې د افغانستان حکومت د زړورو او سختو ترسره شویو اقداماتو مننه وکړم.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان حکومت او سیاسیون سیاسي اجماع لري او په یوه غږ یې د جمهوریت دفاع کړې او په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو او د پایداره او باعزته سولې تامین ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه: دا چې نړیواله ټولنه، بین المللي سازمانونه او دوست هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي، منندوی یې یوو.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې د سولې او اقتصادي انکشاف لامل هم کېږي.
وروستي