سمنګانو کې ۱۵ کان اېستونکي د يو کان دننه بند پاتې دي 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د غبرګولي)، سمنګانو ولايت کې ولایتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې ۱۵ کان کېندونکي د يو کان د غورځېدو وروسته د کان څمڅۍ دننه بند پاتې دي. 

د سمنګانو مرستيال والي صفت الله سمنګاي رسنيو ته ويلي دي چې سيمې ته يې ژغورونکې ډلې استولې  دي او د کارګرانو د راېستلو چارې يې پيل کړې دي. سمنګاني ویلي دي چې کان ته د دننه کېدو لار ستونزمنه ده خو هڅې یې روانې دي. 

د نوموړي په وینا چې دا مالومه نه ده چې د کان دننه څو کسان مړه شوي او څو ژوندي پاتې دي. اندېښنه داسې ده چې ښايي د کان دننه ټول کارګران مړه شوي وي. 

د سمنګانو په شمول د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم په خپل سري ډول کانونه او طعبيي سرچينې اېستل کيږي، چې دا ډول پېښې هم په کې بې مېخنې نه دي.